ناټو پرون افغان ځواکونو ته د راتلونکي کال تر نيمايي پوري د خپل هيواد د امنيتي چارود سپارلو مهمه موافقه تصويب کړه.
په شيکاګو کې د ناټو مشرانو رسماً هغه ستراتيژي تصويب کړه چې امريکا يې ملاتړ کوي او پراساس يې نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پايه په تدريجي ډول له افغانستانه وځي.
د ناټو د مشرانو په پرېکړې سره سم به د راتلونکي ۲۰۱۳ کال تر نيمايي پوري د افغانستان د امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي او بهرني پوځيان به خپل پام له حربي روله حمايوي ته واړوي.
د ناټو د شيکاګو د سرمشريزې په اعلاميه کې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د انتقال او له افغانستانه نړيوال ايتلاف د محاربو ځواکونو د وتلو نېټې اعلان شوې.
د ناټو د سرمشريزې په اعلاميه کې ويل شوي چې پرېکړه يې نه بدلېدونکې ده او سره له دې چې محارب ځواکونه له افغانستانه باسي يوشمېر روزونکي پرېږدي چې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د شيکاګو د سرمشريزې په اعلاميه کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما او په ناټو تړون کې د ده اووه ويشت متحدو هيوادونو دا طرحه تصويب کړه چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه خپل محارب ځواکونه له افغانستانه وباسي او يوازې روزونکي پرېږدي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تېره اوونۍ د امنيتي مسووليتونو د انتقال د درېم پړاو د اعلانولو په مهال وويل چې افغان امنيتي ځواکونه تيار دي چې د افغانستان د پنځه اويا فيصده نفوس امنيت وساتي.