د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

افغانان: د بهرنیو مرستو کمیدل به د دې هېواد اقتصاد له پښو وغورځوي


زیات شمیر افغانان اندیښنه لري، چې د بهرنیو مرستو کمیدل به د دې هېواد اقتصاد، چې د اداري فساد ښکار دی، له پښو وغورځوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ناټو غړي هېوادونه د شیکاګو په سرمشریزه کې، له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو پر پلان خبرې کوي.

افغانستان د نړۍ له تر ټولو غریبو هېوادونو څخه حسابیږي، هغو پيسو چې په دې هېواد کې شدیده اړتیا ورته لیدل کیږی، وار د مخه د وتلو لاره خپله کړې ده.

د افغانستان د مالي وزارت د فرانسې اژانس ته ویلي دي، چې یوازې په تیر میلادي کال کې ، څه باندې څلورنیم ملیارد ډالر د کابل د نړېوال هوايي ډګر له لارې ایستل شوې دي.

تقریبا د همدې مقدار دوه برابره پیسې وړم کال له افغانستان څخه بهر ته لیږدول شوې دي.

د افغانستان مرکزي بانک د دې کار د مخنیوي لپاره پر خلکو د پيسو د انتقال بندیز لګولی دی.

پر دې اساس ، هیڅ څوک تر شل زره ډالر نقدو پيسو زیات په یوه وخت له ځان سره بهر ته نشي لیږدولای.

خو د فرانسې خبري اژانس وايي، د پیسو پر انتقال دامحدودیت په یوه چارواکې ته د رشوت په وسله ، په اسانۍ له منځه تللای شي.

هغه ملیاردونه ډالر، چې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته افغانستان ته واستول شول، په دې هېواد کې په روان اداري فساد کې شامل دي.

د امریکا متحدو ایالاتو چې له ناټو جلا یې په افغانستان کې یو لک عسکر میشت وو، په تیرو څو کلونو کې هره میاشت لس ملیارد ډالر یوازې د خپلو پوځیانو د مصارفو لپاره دې هېواد ته لیږدولي دي.

د نړېوال بانک یوه تازه رپوټ وايي، چې افغانستان هر کال تقریبا پینځلس نیم ملیارد ډالر د نړېوالو مرستو په توګه تر لاسه کوي.

د فرانس پرس په حواله ، افغان چارواکې په حکومت کې د اداري فساد موجودیت نه ردوي، خو په عین وخت کې د نړیوالې ټولنې له خوا د قراردادونو سیسټم ته د انتقاد ګوته نیسي،د افغان حکومت یوه پخواني ملکې مامور فرانس پرس اژانس ته ویلي دي:

(د یوه قرارداد د ترلاسه کولو کمیشن لس فیصده دی. نو تاسې خپله فکر وکړي چې د لس ملیونه ډالرو سرمایه ګذاري څومره ارزښت لري.

زما پخواني همکاران چې د میاشتې دوه سوه ډالر معاش باندې کار کاوه ، اوس په دوبۍ کې اوسي. هغوي موټر لري او بیړۍ یې چلیږي ، خو زه لا پياده ګرځم .)

په عین حال کې، د امریکا د کانګرس یو تازه رپوټ وايي چې افغانستان ته د ورغلو پیسو څخه زیاتو عادي افغانانو هم ګټه اخیستې ده . دې رپوټ ویلي دي ، چې لږترلږه ۴۶ زره افغانان د بهرنیو قراردادي کمپنیو له خوا په کار ګومارل شوي دي.

خو فرانس پرس وايي، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ناټود ځواکونو د وتلو د عواقبو په اړه د خلکو اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

د بهرنیو ځواکونو په یوه اډه کې ترجمان ، فواد د میاشتې نه نیم سوه ډالر تنخواه لري. فواد په دې پیسو خپل کور بیا رغولی ، موټر یې اخیستی دی او له خپلې کورنۍ سره په کابل کې ابرومندانه ژوند لري.

خو فواد وايي : زما ژوند اوس ډير ښه دي ، خو بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي،. نو زموږ کارهیڅ اینده نه لري او هره شیبه کیدای شي چې له کاره وایستل شو .

ده ویلي : نه پوهیږم چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څه کار کوم، راتلونکې ښه نه بریښي.

سره له دې چې د کابل حکومت د امریکا په شمول، له بیلا بیلو نړیوالو قدرتونو سره د اوږدې مودې ستراتیژیکو اړیکو موافقې کړي دي، زیات شمیر افغانان له ۲۰۱۴ کال وروسته وضعیت ته په اندیښنه کې دي.

د فرانس پرس په حواله ، د دې اندیښنې ریښې په پخوانیو تجربو کې دي. د شوروي تر سقوط اود مجاهدینو تر کامیابۍ وروسته نړیوالو له افغانستان څخه مخ واړاوه او دا هیواد د کورنۍ جګړې غیږې ته ولوید، د یوې غیرحکومتي موسسې مامور ، احمد شاه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي:

(دوي چې یو وار ولاړشي، نو تللي يې وګڼی. لکه څرنګه چې د شوروي تر سقوط وروسته ولاړل . د دې هیڅ ډاډ نشته چې دوی به له موږ سره مرستو ته دوام ورکوي.)

احمد شاه زیاته کړې:

(متاسفانه، په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې بنیادي کارونه نه دي شوي.

دلته یو داسې کاغذي اقتصادي سیسټم رامنځ شوي چې په بهرنیو مرستو ولاړ دی. کله چې دا مرستې ودریږي، اقتصاد به په خپله سقوط وکړي. )

د فرانسې د خبري اژانس په حواله ، د دې ترڅنګ چې افغانستان د نړۍ د تریاکو ۹۰ فیصده تولیدوي، دا هیواد ځينې نورې عایداتي سرچیني لري. د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې ویلي دي، چې په دې هیواد کې د یو ترلیون ډالرو په ارزښت ، یوازې منرالي زخیرې شته.

خو د اقتصاد پوه مصطاف اثیر په باور ، به افغانستان کې فعال صنعتي سیسټم نشته نو هغه پرمختګونه چې د نړیوالو د اقتصادی فعالیتونو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي، ډير ژر متاثره کیدلای شي.

د ده په باور، زرهاوو ځوانان به بې کاره شي او دا به د طالبانو لپاره د خلکو د جذب ښه موقع وي.
XS
SM
MD
LG