د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

ترکمنستان به د ټاپي پروژې موافقتنامه لاسلیک کړي


ترکمستان په نړۍ کې د څه باندې څلور فیصده طبیعي ګاز زیرمې لري، دا هېواد به د چارشنبې په ورځ د کسپین بحیرې پرغاړه« اوازه» ښار کې د نړېوال ګاز د کانفرانس پر مهال د«ټاپي» په نامه د طبیعي ګاز د پلورلو او رانیولو توافقنامه، له اسلام اباد او ډهلي سره لاسلیک کړي. چارواکو د توافقنامې د جزئیاتو له څرګندولو ډډه وکړه.

د ټاپي پایپ لاین نوم، د هغو هېوادونو، د نومونو له لومړي توري څخه جوړ شوی چې دغه پایپ لاین ورڅخه تیریږي، یعنې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان.

د هندوستان د وزیرانو د مجلس یا کابینې غړیو، تیره اوونۍ د هندوستان د ګازو دولتي شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې، له ترکمنستان سره د ګاز د پیریدو موافقه لیک لاسلیک کړي.

ترکمن مقاماتو وویل: د پایپ لاین اوږدوالی به څه د پاسه ۱۷۰۰ کېلو متره وي او په دیروشو کلونو کې به یو ټریلیون مکعب ګاز یعني په کال کې ۳۳ میلیارده متره مکعب ګاز انتقال کړي.

د ترکمستان د طبیعي ګاز د انتقال پایپ لاین یوه برخه به د کندهار او هرات ولایتونو څخه د ۷۳۵ کېلو متره په اوږدوالي تیریږي.

د ځيني کارپوهانو په وینا، په افغانستان کې د دې پروژې مخ ته بیول به له امنیتي ستونزو سره مخامخ وي او میلیاردونو ډالرو بودیجې ته به اړتیا ولري، خو د افغانستان د معدن وزارت دغې پروژې ته ډیر هیلمن دی د دې وزارت ویاند «جواد عمر» په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل:

“د دې پروژې په جوړولو کې به افغانانو ته کارونه پيدا شي او له بلې خوا موږ به هم له دغه پایپ لاین څخه یو مقدار ګاز رانیسو او یو شمېر افغانان، په تیره بیا هغه کسان به ګټه ترې واخلي چې د ګازو پایپ لاین ته نژدې اوسي. افغانستان به د ګازو له پایپ لاین څخه د ترانزیت پیسې هم اخلي.”

امریکايي مقاماتو دوې میاشتې وړاندې د دې پایپ لاین د پروژې لګښت له لسو څخه تر دوولسو میلیاردو ډالرو پورې اټکل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزرات کې د اروپايي او اسیايي هېوادونو د انرژۍ د څانګې لوړ رتبه سلا کار« ډانیل سټين» وویل، د تیلو دوه لوی شرکتونه غواړي چې د ټاپي په پروژه کې ګډون وکړي. نوموړي د دې شرکتونو د نوم له ښودلو ډډه وکړه.
XS
SM
MD
LG