د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

ټاکل شوی، چې په کابل کې د ځوانانو د سولې ملي جرګه جوړه شي


په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د افغان دولت او نړېوالې ټولنې د هلو ځلو په تعقیب دا ځل په سلګونو ځوانان په کابل کې د سولې په اړه په یوې جرګې کې برخه اخلي.

د ځوانانو ملي مرکز په نوم یو خپلواک سازمان چې غواړي دا جرګه راوبولي وایي، دا جرګه به په راتلونکو دوو اونیو کې د کابل ښار لویدیز ته د لویې جرګې په کیږدۍ کې راوبلل شي.

دد ې مرکز یوه مسئول سید نورالحق حیدریار د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د جرګې په پای کې به دوي د سولې د ټینګښت لپاره یوه طرحه ترتیب او افغان دولت ته به یې وسپاري:

"موږ په هیڅ صورت کې نورې هغه ادارې نه ردوو، چې د سولې لپاره کار کوي، خو ترڅنګ یې فعالیت کوو او همکاري ورسره کوو.

زموږ د مفکورې ځانګړتیا دا ده، یو دا چې د ټولنې غوځ اکثریت په تصمیم نیونې کې شاملیږي، هغوي ځانونو ته قناعت ورکوي چې د هېواد په لویو مسایلو موږ هم نظر ورکوو.

دویم دا چې ښايي د جګړې د دواړو خواوو قربانیان ځوانان و اوسي، موږ غواړو چې معلومه کړو، دوي د سولې لپاره څه طرحه لري."


نوموړي وویل، چې په دې جرګه کې به اولس سوه ځوانان برخه واخلي، چې په کې د ټولو ولایتونو څخه د ځوانانو د مدني ټولنو، سازمانونو، معیوبینو او د ښځو د حقونو د فعالانو استازي شامل وي.

هغه وویل، چې په دې دوه ورځنۍ جرګې کې به په شلو کاري کمیټو کې د اداري فساد او د ځوانانو په ستونزو هم بحثونه وشي.

په کابل کې یو شمېر ځوانان په داسې حال کې د سولې په اړه جرګه جوړوي، چې دا مهال د افغانستان د جګړې په بېلابېلو لوریو کې ځوانان زیانمن کیږي.

د راپورونو له مخې د وسلوالو طالبانو په ګډون د مخالفو ډلو لوی اکثریت جنګیالي همدا ځوانان او تنکي ځوانان جوړوي چې د بېلابېلو عواملو له مخې له هغوي سره یو ځای شوي دي.

څو تنو ځوانانو چې ټاکل شوې د ځوانانو د سولې په ملي جرګې کې برخه واخلي ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"زه نادیه ندیم یم، زما له نظره د دې جرګې ځانګړتیا به دا وي، چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ځوانانو جرګه جوړیږي، په نورو جرګو کې سپين ږیرو او قومي مشرانو برخه اخیستې خو په دې کې به ځوانان برخه لري.

ځوانان کولای شي، چې د ځوانانو احساسات ښه درک کړي، په اوس وخت کې د مخالفینو اکثریت همدا ځوانان دي.

"زه عطا الله ویسا یم، ټولو ځوانانو ته زما پيغام دا دی چې افغانستان وژغورئ، د ملي ګټو لپاره کار وکړئ، د قومي، سمتي او ژبنیو مسایلو پسې ولاړ نشي او مهمه دا چې د هغوی کسانو پسې ولاړ نشي چې دوي استعمالوي."


د راپورونو له مخې د افغانستان د ټولنې شاوخوا اویا فیصده وګړي ځوانان دي، خو بې کاري، د تعلیم او تحصیل لپاره د لازمو اسانتیاوو نشتوالي له هغو لویو ستونزو څخه بلل کيږي چې ډیر شمېر ځوانان ورسره مخ دي.

د ځینو کتوونکو په باور همدغه ستونزې د دې سبب کیږي چې ان یو شمیر ځوانان د وسلوالو مخالفینو له لیکو سره یو ځای شي.
XS
SM
MD
LG