د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

بلوچستان نېشنل ګوند افغان کډوال په ترهګرۍ تورن کړل


په کوټه کې د افغان کډوالو پر ضد مظاهره
په کوټه کې د افغان کډوالو پر ضد مظاهره
بلوچستان نېشنل ګوند په کوټه کې يوه ستره مظاهره کړې چې په کې يې له بلوچستانه د افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

دوي وايي، د افغان کډوالو له امله د بلوچستان امنيتي حالات خراب شوی او د ترهګرۍ په پېښو کې زياتوالى راغلى دى، خو په کوټه کې د افغانستان قونسلګرۍ او يو اين ايچ سي ار بيا په هر ډول پېښو کې د افغان کډوالو لاس لرل رد کړي دي.

په بلوچستان کې د بلوڅو د ملتپالو ګوندونو له خوا په وار- وار له دې ايالته د افغان کډوالو د ايستلو په اعتراض کې احتجاجي مظاهرې او غونډې شوې دي.

د يکشنبې په ورځ هم په کوټه کې د بلوچستان نېشنل ګوند له خوا يوه ستره احتجاجي مظاهره وشوه، چې په کې له بلوچستانه د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وشوه او شعارونه يې ورکړل.

مظاهرې ته په وينا کې د دې ګوند يوه مشر موسى بلوڅ وويل، د بلوڅو په خاوره کې چې د افغان کډوالو کمپونه جوړ شوي دي، دا د بلوڅو پر خاوره د قبضې کولو يوه دسيسه ده. ده وويل چې دغه کمپونه بايد ژر تر ژره ختم شي:

"له درېوو لسيزو راهيسې افغان کډوال په کوټه، دالبندين، پنجپاى او نورو سيمو کې د يوې پلان شوې دسيسې له مخې پر بلوڅان مسلط کړاى شوي دي، موږ غوښتنه کوو چې افغان کډوال بايد په عزت سره له بلوچستانه خپل هېواد افغانستان ته ولېږل شي او بلوڅانو ته پر خپله خاوره واک ورکړل شي."

د بلوچستان نېشنل ګوند د اطلاعاتو د څانګې مشر اغا حسن بلوڅ وايي، په بلوچستان کې افغان کډوالو ته جعلي پاکستانى تابعيت ورکړل شوى او په سرشمېرنه کې د پښتنو د شمېر په زياتولو سره بلوڅان په اقليت بدلوي.

ده وويل، چې د افغان کډوالو له امله د بلوڅانو اقتصاد ته هم ضربه رسېدلې ده. اغا حسن بلوڅ په بلوچستان کې د خرابو امنيتي حالاتو پړه هم پر افغان کډوالو ور واچوله:

"دغه افغان مهاجر چې راغلي له هغې ورځې ترهګري ده، بدامني ده، مذهبي افراطيت او طالبانيت پيل شو، زور ظلم زيات شو، موږ له ځايي پښتنو سره هيڅ اختلاف نه لرو، هغوى پر خپله مځکه اوسېږي، موږ وايو افغان مهاجر که په بلوڅي خبرې کوي، که په پارسي او که په پښتو خبرې کوي بايد له بلوچستانه ووځي"

اغا حسن بلوڅ وايي په بلوچستان کې دوه ميليونه افغانان اوسېږي او په افغانستان کې اوس امنيت دى، دوى بايد خپل هېواد ته ستانه شي.

د بلوچستان نېشنل ګوند دا اعتراض مو په کوټه کې د افغانستان جنرال قونسل غلام محمد بهادر ته وړاندې کړ، نوموړي وويل که په افغانستان کې سوله راشي افغان کډوال به يوه ورځ هم په پاکستان کې پاته نه شي، خو دا چې افغان کډوال به په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې لاس ولري که څنګه، غلام محمد بهادر وايي:

"دا خبره په سلو کې سل بې ځايه ده، که کوربانه د غله ملګري نه شي د دباندې غل غلا نه شي کولاى، موږ دا پړه پر دوى ور غورځوو چې دوى بايد دا کار ونه کړي، دا دى په شيکاګو کې دا خبره څېړل کېږي چې له پولې هغې غاړې څخه ترهګر افغانستان ته راځي، دوى يې چې په موږ پورې تړي د خپل بام واورې پر موږ را اچوي دا د دوى جرم دى، دا شل دېرش کاله چې موږ دلته اوسېدو ترهګري نه وه، دوى خو وايي چې افغانانو جعلي شناختي کارټونه جوړ کړي دي او د ځايي پښتنو شمېر زياتوي موږ د دې خبرې مخالف يو"

د بلوچستان نېشنل ګوند د مشرانو غوندې د پاکستان د داخله چارو وزير رحمن ملک هم په تېر مېلادي کال کې په کوټه کې تر يوه ځانوژونکي بريد وروسته افغان کډوال په بلوچستان کې په بدامنۍ تورن کړي وو. دا چې ريښتيا هم کله کوم افغان په پاکستان کې د ترهګرۍ په تور نيول شوى که څنګه، په دې اړه مو په اسلام اباد کې د يو اين ايچ سي ار له وياندې دونيا اسلم خان څخه وپوښتل:

"دا خبره چې په بدامنۍ کې د مهاجرينو لاس دى، تر اوسه پورې چې له موږ سره کوم ريکارډ دى او له حکومت سره چې زموږ اړيکي دي له هغه څه دا نه څرګندېږي چې کوم افغان دي په ترهګرۍ کې لاس لرلى وي، ځکه چې د هر راجسټر شوي افغان په اړه د پاکستان له نادرا دفتر سره بشپړ مالومات شته، که هسې بې شواهدو څوک وايي چې په ترهګرۍ کې د مهاجرينو لاس دى دا د بشري حقونو خلاف خبره ده، ځکه پخپله همدغه خلک (بلوڅان) هم دربدره دي او په څنګلوريو هېوادونو کې ژوند کوي"

سره له دې چې د خيبرپښتونخوا ايالت حکومت او په بلوچستان کې بلوڅ سياسي ګوندونه له دې هېواده د افغان کډوالو خپل وطن ته د ستنېدو غوښتنه کوي، خو يو اين ايچ سي ار وايي تر څو چې دوى ته په افغانستان کې د اوسېدو بشپړه زمينه نه وي برابره شوې دوى په زور په يوۀ وار افغانستان ته نه شي ستنولاى:

"دا مهال په افغانستان کې ډېرې داسې سيمې خصوصا جنوبي ولايتونه- چې له بلوچستان سره پولې لري- هلته امنيتي ستونځې ډېرې دي، افغانان نه شي کولاى په ډله ييزه توګه افغانستان ته ستانه شي، خو بيا هم د يو اين ايچ سي ار له خوا په پاکستان کې د بيرته ستنېدو څلور مرکزونه خلاس دي، کوم افغانان چې په خپله خوښه ستنېدل غواړي هغوى ستنېږي، د پاکستان حکومت هم بيا بيا د افغان کډوالو د ستنېدو غوښتنه کړې، خو موږ ته يې دا باور هم راکړى چې په زور به افغان کډوال نه باسي"

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ يا يو اين ايچ سي ار د رسمي شمېر له مخې دم ګړۍ په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا دوه ميليونه دى، چې يو ميليون په خيبرپښتونخوا او يو ميليون د بلوچستان په شمول د پاکستان په نورو ايالتونو کې ژوند کوي چې اکثره يې اوس ورځ په ورځ په کمپونو کې د ستونځو له امله ښارونو ته مخه کوي.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG