د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

په شیکاګو کې د نړۍ له یو شمېرمشرانو سره د ولسمشر کرزي لیدنه


ولسمشر کرزي په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د بقا لپاره د تروریزم پر ضد جدي او رښتیني مبارزې ته اړتیا ده.

ولسمشر کرزي او اصف علي زرداري د یکشنبې ورځې ناوخته د افغانستان د سولې د بهیر او په دې برخه کې د پاکستان پر رول هم خبرې کړي او ښاغلي زرداري د سولې د عالي شورا له رییس څخه غوښتني چې پاکستان ته سفر وکړي.

دغه راز دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر لا پیاوړتیا، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراخوالي او ځینو نورو مهمو مسایلو هم خبرې کړي.

ولسمشر کرزي د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره هم لیدلي او له هغه سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان څخه د ملاتړ، د امنیتي مسوولیتونو د انتقال او د سولې پر روانو هلو ځلو خبرې کړي.

ولسمشر اوباما څرګنده کړې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند نه یوازې د دواړو هېوادونو بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات په ګټه دی.

بارک اوباما ویلي دي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه او په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې غونډه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د امنیت او پراختیا په هکله د نړېوالو د نظر یو والی ښیي.

ولسمشر کرزي ویلي دي، چې افغانستان د نړېوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ټولو ژمنو ولاړ دی، خو په عین حال کې په دې هېواد کې د ودې، ثبات او خودکفایي لپاره د نړېوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا او ناټو هر اړخیزو مرستو ته اړتیا شته.

ولسمشر کرزي د شیکاګو د غونډې په څنډه کې د فرانسې له نوي ولسمشر فرانسوا اولاند سره هم خبرې کړي، دواړو جمهورو رییسانو موافقه کړې چې له دې هېواد څخه د فرانسوي ځواکونو له وتلو سره، فرانسه به د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې له دې هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

ولسمشر کرزي د فرانسې له ولسمشر ښاغلی اولاند څخه غوښتي، چې د بیارغونې، روغتیا، لوړو زده کړو، پوهنې او اقتصادي ودې په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې لا زیاتې کړي.

په شیکاګو کې د ناټو د سرمشریزې د غونډې به څنډه کې چې د دې سازمان د غړیو هېوادونو له مشرانو سربیره د لسګونو نورو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو هم په کې برخه اخیستې د ولسمشر کرزي او د استرالیا د صدراعظمې جولیا ګیلارد ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه هم لاسلیک شوې ده.

د استرالیا صدراعظمې څرګنده کړې، چې د ستراتیژیکو همکایو دا سند ښیي چې دوي به افغانستان یوازې پرې نږدي او له یو بل سره به په ګډه کار وکړي.

دې دغه راز ویلي دي، چې په افغانستان کې به د اقتصادي پراختیا او بیارغونې مسالې ته دوي ډیره پاملرنه وکړي.

د افغانستان او استراليا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو دا سند د ملي حاکمیت د اصل پراساس لاسلیک شوی اود ډموکراسۍ، پراختیا، بشري حقوقواو د سولې د ټینګښت په برخه کې دواړه هېوادونه ژمن بلل شوي دي.

دغه راز د افغانستان او جرمني ترمنځ هم د ثور یا غویي د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه په برلین کې د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک شو، افغانستان له هند، ایټالیا، فرانسې، بریتانیې او امریکا سره هم د ستراتیژیکو همکاریو سندونه لاسلیک کړي او له ترکیې سره هم د ورته سند د لاسلیک کولو په اړه د کابل او انقرې ترمنځ خبرې پیل شوي دي.

ولسمشر کرزي د ناټو د غړیو هېوادونو د سرمشریزې د غونډه په څنډه کې د ملګرو ملتونو د سازمان له سرمنشي بانکي مون سره هم لیدلي چې د سولې بهیر او په دې برخه کې د پاکستان رول د دې خبرو اصلي محور وو.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي د سولې په پروسه کې سیمه ایزې همکارۍ او له وسله والو مخالفانو سره خبرې آترې ډیرې اړینې بللي دي.

بانکي مون ویلي چې ملګري ملتونه به د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره په هره برخه کې همکاري وکړي او که چیرې افغان حکومت وغواړي دا سازمان چمتو دی چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتوکې له تخنیکي پلوه مرسته وکړي.

جمهور رییس کرزي له بانکي مون سره په خبرو کې راتلونکي څو کلونه د افغانستان لپاره ډیر مهم بللي ځکه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د دې هیواد ټول امنیتی مسوولیتونه افغان امنیتی ځواکونه پرغاړه ولري.

ولسمشرکرزي د امریکا د متحده ایالاتوپه شیکاګوښارکې د ناټود سرمشریزې په غونډه کې برخه اخیستې په دې غونډه چې د دې تړون د اته ویشتو غړیو هیوادونو مشران او د ځینو نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي پکې برخه لري له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د امنیتی ځواکونو د تمویل او د دې هیواد د ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې آترې او مهمې پریکړې کیږي.
XS
SM
MD
LG