د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

ولسمشر اوباما وايي، ناټو د افغانستان د راتلونکي لپاره یو ګډ تصویر لري


د ناټو مشران د شیکاګو په دوه ورځنۍ غونډه کې په دې اړه چې له افغانستان سره له ۲۰۱۴ کال وروسته چې د دې سازمان محارب ماموریت پای ته رسیږی، په څه ډول مرسته کولای شي، غواړي قاطع پریکړې وکړي.

پرون د غونډې له رسمي پیلیدو مخکې یو شمېر مشرانو له یو بل سره لیدنې کتنې ترسره کړې، چې دغه لړۍ به نن هم د ناتو د سرمشریزې په حاشیه کې دوام وکړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل، د دواړو مشرانو کتنې یو ساعت دوام وکړ.

له خبرو وروسته اوباما او کرزي په یوه ګډ خبري کنفرانس کې یو لړ څرګندونې وکړې.

اوباما زیاته کړه، چې د ناتو سازمان چې اته ویشت غړي لري، د افغانستان د راتلونکې لپاره یو ګډ تصویر لري چې هغه په دې هېواد کې د امن او سولې ټنیګښت دی.

ولسمشر اوباما دا هم وویل، د شیکاګو د غونډې یوه اساسي مسله هم پر همدې څرخي چې دغه هدف په څه ډول ترلاسه کیدای شي.

اوباما وویل، دی او کرزی دواړه په دې باور دي چې په روانه جګړه کې پر سمې لارې پرمخ ځي او ټینګار یې وکړ چې نړېواله ټولنه د هغې ستراتیژۍ ملاتړ کوي چې له مخې یې د افغانستان جګړې ته د پای ټکې ایښودل کیږي.

هغه وویل، متحده ایالاتو دا درک کړې چې د افغانستان خلک غواړي چې ډير ژر یې په هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي:

"موږ ډاډه یو چې پر سمې لارې پرمخ ځو او د ناتو د مشرانو غونډه به دا په ډاګه کړي، چې نړۍ د هغې ستراتیژۍ چې موږ جوړه کړې، ملاتړ کوي.

اوس زموږ دنده ده، چې هغه په اغیزمن ډول تطبیق کړو او زه په دې باور یم چې موږ دا کار کولای شو ځکه یو دلیل یې د افغانانو توانایي او زښت زیات پیاوړي کیدل دي."


افغان ولسمشرحامد کرزي د امریکا له مالیې ورکونکو څخه چې له مالي پلوه یې د دغې څه باندې لس کلنې جګړې بارته اوږې ورکړي، مننه وکړه او ویې ویل، افغانستان غواړي چې دغه جګړه پای ته ورسیږي او په راتلونکې یوې لسیزه کې د خپلو ادارو د پیاوړي کولو او د ادارې د ښه کولو لپاره کار وکړي. کرزي وویل، افغانستان نور نه غواړي چې د نړېوالې ټولنې په اوږو بار وي:

"موږ نن ښه غونډه لرله، افغانستان یو ځل بیا د انتقال د پروسې په اړه په خپلې ژمنې ټینګار وکړ، چې دغه بهیر به په ۲۰۱۳ کال کې بشپړ کړي او په ۲۰۱۴ کال کې به زموږ ملګري له دې هېواده د ځواکونو ایستل بشپړ کړي چې په دې توګه به نور افغانستان زموږ د نړېوالې ټولنې د ملګرو په اوږو بار نه وي."

د ناتو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن د ناتو غونډې ته په پرانیستونکې وینا کې یوځل بیا په په دې ټنیګار وکړ، چې ناتو له افغانستان سره اوږد مهالو مرستو ته ژمن دی او له دی هېواده په وتلو کې به بیړه ونه کړي، راسموسن وویل:

"موږ به په ګډه په افغانستان کې خپل راتلونکی رول مشخص کړو، موږ به دا یقیني کړو چې افغان امنیتي ځواکونو ته د ۲۰۱۴ کال تر پایه د مسولیتونو د لیږدولو بهیر بشپړ کړو او موږ به د افغانستان له خلکو سره له ۲۰۱۴ کال وروسته د اوږدې مودې شراکت ژمنه واضح کړو."

راسموسن دې ته اشاره وکړه، چې که څه هم د فرانسې نوي ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، چې غواړي په روان کال کې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي، دا هېواد بیا هم په افغانستان کې مهم رول لوبولی شي.

په افغانستان کې د ناتو له خوا د انتقال د پروسې په بریالیتوب کې د پاکستان رول هم ډیر مهم دی.

ناتو له پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو د هڅو په ترڅ کې د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداري ته هم په دې غونډه کې بلنه ورکړې ده.

ناتو غواړي، چې دا هېواد بیرته د اکمالاتو د لیږدولو لار چې د تیرې نومبرله میاشتې راهیسی یې د امریکا د هوایي حملې په عکس العمل کې چې ۲۴ پاکستاني عسکر وژل شوي و، تړلې، بیرته پرانیزي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن پرون د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداری سره وکتل او د دغې لوژیستیکې لارې د بیرته پرانیستلو او نورو مسایلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ تیره اونۍ پر پاکستان ډیر فشارونه راوستي و، چې د ناتو د مشرانو له غونډې مخکې دغه لاره بیرته پرانیزي خو ویل کیږي چې پاکستان د دغې لارې د بیرته پرانستلو په بدل کې له خپلې خاورې د ناتو د لوژیستیکې کاروانونو د تیریدو لپاره زیاته مالیه غواړي.

په دې اړه تر اوسه څو ځلي خبرې ترسره شوې خو نتیجه یې نده معلومه شوې. د ولسشمر بارک اوباما یوه لوړرتبه امنیتي سلاکاربین روډس تیره ورځ وویل چې واشنګټن په دې باور دی چې دغه مسله به څو راتلونکو ورځو کې هواره شي او پاکستان به بیرته دغه لار په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د لوژیستیکي کاروانونو پرمخ پرانیزي.
XS
SM
MD
LG