د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

یوه افغان امنیتي چارواکي ایران له وسله والو سره په مرستو تورن کړ


یوه جګپوړي افغان امنیتي چارواکي خبرداری ورکړ، چې ایران به د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په غبرګون کې د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره همکارۍ لا ډېره کړي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمن وايي؛ ایران هڅه کوي، چې د پاکستان د استخباراتي شبکې په همکارۍ د وسله والو مخالفینو د سمبالښت لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی افغان چارواکی په رسمي توګه ایران په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو سره په همکارۍ تورنوي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمن وايي؛ چې ایران به د کابل او واشنګټن ترمنخ د ستراتیژیکو اړیکو د تړون په غبرګون کې خپلې دغه هلې ځلې تیزې کړي.

نوموړي وویل، چې ایران به د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اس آی په همکارۍ د وسله والو مخالفینود سمبالولو او تبلیغاتي فعالیتونو لپاره هڅې ګړندۍ کړي:

″د رسنیو له لارې له ښکاره غبرګونونو وروسته به ایران په ټول هیواد کې د ای. اېس. ای، د حقاني تروریستي شبکې، لښکر طیبه او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په همکارۍ د تبلیغاتو او د وسله والو ډلو د تجهیزولو په برخه کې خپل استخباراتي فعالیتونه تیز کړي.

یوه عملي او ښکاره بیلګه یې د جهادي او ملي شخصیت او د سولې د شورا د غړي محترم ارسلا رحماني وژنه ده.″

پخوا تر دې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ځینو چارواکو په بیا بیا له وسله والو مخالفینو نه د داسې وسلو او مهماتو د نیولو خبر ورکړی و؛ چې په ایران کې جوړ شوي او یا هم له هغې ځایه راوړل شوي وو.

ښاغلي عبدالرحمن دغه خبرې د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وکړې.

مشرانو جرګې نوموړی او د ملي امنیت مرستیال محمد یاسین ضیا د خپل یوه غړي ارسلان رحماني د وژنې په اړه د پوښتنو لپاره خپلې غونډې ته ور بللي و.

ښاغلي ضیا هم وویل، چې له پولې آخوا استخباراتي شبکو په افغانستان کې د مهمو کسانو د وژنې هڅې پیل کړي؛ چې دغه هڅې یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتژيکو همکاریو په تړون پورې اړه لري.

نوموړي وویل، چې د مشرانو جرګې غړي ارسلان رحماني هم د پاکستان د استخباراتو ای اس ای له خوا ګواښونه ترلاسه کړي و:

″اخري موضوع یې دا وه، چې رحماني صیب وویل، چې ماته ای اس ای په بیا بیا د سیمه ییزو خلکو په لاس احوال رالیږي او له مایې غوښتي؛ چې یوازې پاکستان ته ولاړ شم، هلته ژوند وکړم، نور درسره کار نه لرو.

یعنې د نظام، حکومت او دولت له ملاتړ نه لاس واخله، پاکستان ته راشه نور ستا سره موږ کار نه لرو او که داسې ونه کړې، نو موږ ستاسو پر ضد اقدامات پای ته نه رسوو. نو بالاخره جناب رحماني صیب شهید کړای شو.″

د ملي امنیت مرستیال د رحماني وژنه د ګاونډي هیواد د استخباراتو یوه دسیسه وبلله.

نوموړي وویل، د رحماني د وژنې دسیسه دوه ځلې پخوا هم کشف شوې وه او دوی یې په اړه نوموړي ته خبر هم ورکړی و.

د ښاغلي ضیا په وینا د رحماني د وژنې دویمه هڅه د حقاني زامنو سراج الدین او بدرالدین حقاني له خوا تنظیم شوې وه.
XS
SM
MD
LG