د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د شيکاګو کنفرانس په درشل کې بېلابېلو ډلو لاريون وکړ


د لاريون يوه صحنه
د لاريون يوه صحنه
د امریکا درېیم لوی ښار ، شیکاګو به سبا د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو د غونډې کوربه وي.

د دې هیواد له بېلا بېلو برخو څخه د مدني ټولنې استازي او د بشري حقونو یو شمیر فعالان راغونډ شوي دي، تر څو د نړۍ مشرانو ته خپل مسایل وړاندې کړي.

د ازادې اروپا راډیو خبریاله هیدرماهیر له شیکاګو په دې اړه وايي:

شیکاګو د امریکا له درېیو سترو ښارونو څخه یو دی او زرګونو امریکايان د شیکاګو ښار ته راغلي دي. دا خلک به روانه اوونۍ د شیکاګو د کنفرانس په درشل کې په پلان شویو اعتراضي مظاهرو کې ګډون وکړي.

له بېلا بېلو سیمو څخه ښونکي، نرسان، د فقر، جګړې او اقتصادي بحران پر ضد بشري فعالان هڅه کوي چې د شیکاګو سرمشریزې ته ورغلو خبریالانو پام ځان ته را واړوي.

د جمعې په ورځ لږترلږه دوه نیم زره کسانو په یوه سوله ایز لاریون کې ګډون وکړ او په ټولنه کې د اقتصادي توازن د نشتوالي پر ضد یې شعارونه ورکړل.

پولیسو ویلي دي ، چې دا په تیره یوه اوونۍ کې تر ټولو پراخ لاریون وو .

د اعتراض یوه ګډون کوونکې وايي:

“موږ غواړو چې خپل حکومت ته دا خبره وکړو: هغه څه چې تاسې په افغانستان کې کوئ غلط، غیر قانوني او غیراخلاقي کار دی. موږ غواړ چې د افغانستان، د پاکستان خلک او د یمن خلک په دې وپوهیږي، چې په امریکا کې هم داسې یو شمیر خلک شته چې د خپل حکومت د دې جنایتونو ملاتړ نه کوي”

د اوونۍ په ترڅ کې هم بېلابېلو ډلو چې په هغوى کې د زیاتو پوځي مصارفو مخالفین او د مهاجرت د پالیسۍ د بدلون غوښتونکي شامل وو، سوله ایزې مظاهرې وکړې.

په شیکاګو کې د مظاهرو په ترڅ کې د تشدد او ګډوډیو د مخنیوي لپاره شدید تدابیر نیول شوي دي.

د دې لپاره چې د ناټو سرمشریزه له کوم خنډ څخه پرته ترسره شي، لږترلږه یو ملیون ډالر مصرف شوي دي او له نورو ښارونو څخه اضافي امنیتي ځواکونه هم شیکاګو ته استول شوي دي.

له شیکاګو څخه د ازادې اروپا راډیو خبریاله په خپل رپوټ کې وايي ، چې امریکايانو په ۲۰۰۹ کال کې په ستراسبورګ کې د ناټو د سرمشریزې پرمهال ګډوډیو او تاوتریخوالي تجربه په پام کې نیولې ده .

د شیکاګو سرمشریزه به د یکشنبې اودوشنبې په ورځو تر سره شي.

د ښار پولیسو ویلي دي، چې ښايي په دې موده کې د ښاریانو عادي ژوند، د دکاندارانو او نورو سوداګرو راکړې ورکړې ته خنډ پيښ شي .

خو پولیسو ژمنه کړې ده چې د ورځني ژوند په عادي معاملو کې له ځنډ پرته، بله د تشویش هېڅ خبره نه شته .

د شیکاګو پولیسو بهرنیو مېلمنو ته ډاډ ورکړی چې په لوړه سطحه امنیت یې نیول شوی دی.
XS
SM
MD
LG