د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

د شیکاګو کنفرانس سبا د بارک اوباما په کوربه توب پیلیږي


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به د یک شنبې په ورځ د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو کوربه وي.

د یو شمېر کارپوهانو په باور، د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د را روان نومبر په میاشت کې ترسره کیږي؛ نو د شیکاګو کنفرانس د ولس مشر اوباما لپاره ښه موقع ده؛ ترڅو د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې خپلې لاس ته راوړنې د خلکو مخې ته وړاندې کړي.

د افغانستان راتلونکی امنیت به د دې شیکاګو د سرمشریزې د بحث اصلي موضوع وي.

ګډونکونکي به په افغانستان کې له روانې جګړې څخه د نړیوالو ځواکونو د ایستلو پر لارو چارو به غور وشي.

امریکا له خپلو متحدینو غوښتنه درلوده، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره، هرکال یو اعشاریه درې ملیارده ډالر ورکړي.

په شیکاګو کې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې؛ امریکا نه ده توانیدلې، چې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره ټاکل شوې پيسې راغونډې کړي.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز اژآنس ته ویلي دي، چې د پیسو د راټولو په برخه کې به خپل هدف ته رسیږي.

″موږ تمه درلوده، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره دا پیسې به د شیکاګو تر سرمشریزې مخکې را غونډې شي. خو دا په دې معنی نه ده؛ چې په راتلونکي کې به دې هدف ته ونه رسیږو.″

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې ده، چې له یو شمېر هیوادونو د دې مرستو د ترلاسه توقع شته او دا کار په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د دوامدار ملاتړ څرګنده نخښه ده.

رويټرز لیکي، د افغانستان له جګړې ملاتړ مخ په کمیدو دی او ګڼ شمېر غربی دولتونه تر ډيره حده په نړیوال مالي بحران او سیاسي فشارونو کې راګیر دي.

په داسې حال کې، د شیکاګو د سرمشریزې برخه وال، پرته له دې چې د طالبانو زیاتیدونکي تهدید او په اداري فساد کې د افغان حکومت ښکیل حالت ته ډیر فکر وکړي، د خپلو ځواکونود ایستلو نقشه جوړوي.

د افغانستان له جګړې د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره، د ناټو د ستراتیژۍ محورد افغان امنیتي ځواکونو په پښودرول دي، څو تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان حکومت ساتنه او ملاتړ وکړي.
رویټرز لیکي، د افغانستان په څير په یوه هیواد کې، چې تر ډيره حده په پردیو مرستو اتکا لري، د ملي ځواکونو کلنی مصرف لږترلږه څلور ملیارده ډالر اټکل شوی دی.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو د دې کلني مصرف زیاته برخه امریکا ورکوي، خو یو اعشاریه دری ملیارده ډالر یې باید د ناټو نور غړي غربي هیوادونه برابر کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن تیره میاشت ویلي وو چې د شیکاګو کنفرانس د نقدي مرستو د راغونډولو لپاره نه دی. دې ته پام، د واشنګټن چارواکو هیله څرګنده کړې وه چې، د سرمشریزې تر پیل مخکې به د دې مرستو تعهد ترلاسه کړی.

رویټرز لیکي، یو شمیر هیوادونو په پټه او ښکاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره د مرستو ژمنې کړې دي، خو په مجموع کې له اته سوه ملیونو څخه تر یو ملیارد ډالرو پورې دي.

بریتانیې، جرمني او اسټرالیا اعلان کړی دی، چې په ګډه به هر کال به دافغانستان د امنیتي ځواکونو د لګښت لپاره څلور سوه ملیون ډالر ورکوي. د افغانستان حکومت ویلي دي، چې د خپلو امنیتي ځواکونو لپاره هرکال ۵۰۰ ملیونو ډالر برابرولای شي.

په عین حال کې، د رویټرز په لیکنه، هغه ټول هیوادونه چې امریکا ږغ پرې کړی دی، د مرستې ورکولو ته تیاري نه څرګندوي.
د بیلګې په ډول، د فرانسې نوي جمهور ریس فرانسوا اولاند اعلان کړی دی، چې له افغانستان څخه به د خپلو ځواکونو د ایستلو
پروسه چټکه کړي او د شیکاګو په کنفرانس کې د هیڅ ډول تعهد پلان نه لري.

یوه اروپايي دپلومات چې هویت یې پټ ساتل شوی، رویټرز ته ویلي: ″د امریکا متحدو ایالاتو د دې پیسو د ترلاسه کولو په پلان کې، د هغو پریکړو پر پيچلتیا غور نه دی کړی چې د متحدینو له خوا کیږي.

د ناټو ټول غړي د افغانستان د امنیتي ځواکونو تمویل مهم ګڼي، خو په دې هیوادونو کې روان سیاسي او مالي وضعیت څرګندوي چې د هرډول مالي مرستو ترلاسه کولو پراخو بحثونو ته اړتیا لري.″
XS
SM
MD
LG