د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

له افغانستان سره د مرستو په برخه کې په نوي میکانیزم کار پیلیږي


د شیکاګو په کنفرانس کې له افغانستان سره له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته د مرستو په برخه کې په داسې حال کې په نوي میکانیزم کار پيلیږي چې په هېواد کې لا هم د اداري فساد په برخه کې ګڼ شمېر ستونزې موجودې دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سایمن ګیس چې د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته د شیکاګو د کنفرانس په هکله معلومات ورکول وویل، چې نړېواله ټولنه افغانستان له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته یواځې نه پرینږدي.

ښاغلي ګیس وویل، چې نړېواله ټولنه به د شیکاګو په کنفرانس کې یو ځل بیا د خپلو مرستو په بدل کې په افغانستان کې په ښه حکومتداري، د اداري فساد پر ضد په مبارزې او د بشر د حقونو په خاصه توګه د ښځو د حقونو په تامینولو ټینګار وکړي:

"موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړېوالې ټولنې له خوا د مرستې په هدف یو میکانیزم جوړوو او په دې هکله به له افغان حکومت سره هم مشوره وکړو.

تر اوسه په دې هکله وروستۍ پریکړه نه ده شوې چې دغه میکانیزم باید څه ډول وي، خو معلومه ده چې د شفافیت او مسوولیت منلو موضوع یوه مهمه مسله ده چې باید پاملرنه ورته وشي."


ټاکل شوې د شیکاګو غونډه د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا په شیکاګو کې جوړه شي، چې په هغه کې به د ناټو د غړیو هېوادونو مشران او له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه برخه واخلي.

د ناټو ملکی استازی وایي، چې د دې ناستې یوه مهمه برخه په افغانستان کې د امنیت ټینګول، په افغانستان کې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو او د افغان امینتي ځواکونو تمویلول دی.

په داسې حال کې چې جرمني، انګلستان، ایټالیا او استرالیا له افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې مرستې ځانګړې کړې، خو لا هم د ځینو نورو هېوادونو د مرستو د نه ځانګړي کولو په برخه کې اندیښنې موجودې دي، خو د ناټو ملکي استازي وویل، چې دوي د افغان امنیتي ځواکونو د تمویلولو په برخه کې کومه ستونزه نه لري او په دې برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي:

"هغه څه چې زه غواړم روښانه کړم دا دي چې موږ به د شیکاګو په غونډه کې له ګڼ شمېر هېوادونو څخه واورو چې خپلې له سخاوته ډکې مرستې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویلولو په برخه کې اعلان کړي.

زه په ډاګه ویلای شم هغه څلور میلیارده ډالره چې افغان حکومت له نړېوالې ټولنې غوښتي په دې کنفرانس کې به د نړېوالې ټولنې ژمنې ترلاسه کړي.

د دې مرستو ډیره برخه د امریکا له خوا ورکول کیږي، جرمني، انګلستان، ایټالیا او اسټرالیا هغه هېوادونه دي چې خپلې مرستې یې له مخکې اعلان کړي دي."


افغان حکومت هم هیله مند دې، چې د شیکاګو په کنفرانس کې به نړېواله ټولنه افغان امنیتي ادارو ته لازمه پاملرنه واړوي،خو د ناټو دغه چارواکي وویل، که افغان دولت د فساد پر ضد جدي مبارزه ونکړي، نو ممکن ددوی په مرستو په برخه کې له سره غور وکړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG