د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

زرداري د شيکاګو په غونډه کې ګډون کوي


د پاکستان ولسمشر اعلان وکړ، چې په شيکاګو کې به د ناټو د مشرانو په غونډه کې، برخه واخلي. اصف علي زرداري ته ناټو روانه اونۍ وروسته تر دې د شيکاګو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه چې اسلام اباد داسې نښانې څرګندې کړې چې له خپلې خاورې به افغانستان ته د بهرنيو پوځيانو اکمالاتو ته اجازه ورکړي.

په پاکستان کې پخواني افغان ديپلومات او د سياسي چارو څيړونکي احمد سعيدي د شيکاګو په غونډه کې د پاکستان د ولسمشر ګډون ډير مهم ګڼي:

"د شيکاګو په غونډه کې به له افغانستان سره مرستې وشي او پر پاکستان به فشار راشي چې د ترورزم پر ضد جګړې کې ژمنې ورکړي نو د زرداري برخه اخيستل په دې غونډې کې ډير مهم دي."

د ليندۍ له مياشتې راهيسې، له هغه وخته چې ناټو د پاکستان دننه بمباري وکړه او څلرويشت پاکستاني پوځيان يې ووژل، اسلام اباد له خپلې خاورې د ناټو پر اکمالاتو بنديز ولګاوه. خو د پاکستان کابينې د چهارشنبې په ورځ وويل چې چارواکي دې د دې لارې د بيا پرانيستلو لپاره له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

د اسوشيتد پريس اژانس په وينا که چيرته پاکستاني حکومت د ناټو د اکمالاتو لپاره لاره پرانيزي په کور دننه به له ستونزو سره مخامخ شي، ځکه چې د اوباما ادارې د وژل شويو پاکستاني پوځيانو له امله د بښنې له غوښتو ډډه وکړه او سخت دريځو اسلامي ډلو په پاکستان کې د پنجشنبې په ورځ خبرداري ورکړ، که لاره حکومت پرانيزي بيا به يې هم دوي وتړي، خو دا څرګنده نه ده چې دا ډلې د لارې د تړلو څومره توان لري.

په پاکستان کې امريکايي ضد احساسات پياوړي شوې دي خو د دغه هيواد پوځ غواړي چې لاره پرانيستل شي او په مقابل کې يې هغه يو ميليارډ پوځي مرسته له امريکا ترلاسه کړي چې امريکا يې مخکې ژمنه کړې وه او بنده کړې يې ده.

د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد او واشنګتن د لارې د پرانيستلو مساله وڅيړله خو دواړه خواوې سلا نه شول چې څومره پيسې اسلام اباد ته ورکړي.

پاکستان د لارې د پرانيستو لپاره ډيرې پيسې غواړي او له امريکا غواړي چې له دې هېواد سره په پوځي ډګر کې د مرستو ژمنې پر ځاي کړي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه.

د اصف علي زرداري دفتر په يوه بيان کې څرګنده کړه چې ولسمشر به د شيکاګو په غونډه کې وينا وکړي او له دې سره به په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کر او د بهرنيو چارو مرستيال وزير جليل عباس جيلاني ملګري وي.
XS
SM
MD
LG