د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

امریکا: پاکستان د ناټو د اکمالاتو په اړه مثبت نظر درلود



د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند
د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له لوري داسې مثبتې نښې څرګندیږي، چې غواړي د ناټو د اکمالاتو د لارو د بیا پرانیستل کېدو مذاکړې یوې نتیجې ته ورسیږي.

امریکايي لوري ویلي، چې پر یو شمېر تخنیکې مسایلو خبرې روانې دي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، چې مذاکرې دوام لري او مسله لا نه ده ختمه شوې، میرمن نولاند وویل:

"موږ پرمختګ کړی او سره نږدې شوي یو. د مذاکرې هیات په ځيني داسې مسایلو خبرې کوي، چې باید سر ته ورسیږي او ښايي دا وخت ته اړتیا لري."

ویکتوریا نولاند زیاته کړه چې، د شیکاګو د کنفرانس تر پيل مخکې د دې ستونزې حل به د پاکستان له لوري د افغانستان په برخه کې د ملاتړ ستر پيغام وي،دې وویل:

"موږ له پیل څخه دا خبره کړې ده، چې که چېرې دا موافقه د شیکاګو تر کنفرانس مخکې تر لاسه شوه، نو د افغانستان لپاره به د پاکستان د ملاتړ قوي پیغام وي.

دا به د ایساف له ماموریت څخه هم د پاکستان د ملاتړ څرګندولو ستر پيغام وي."


د پاکستان حکومت د تیر کال د ناټو په هوايي حمله کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو تر وژل کېدو وروسته په اعتراض کې، د ناټو د اکمالاتو لارې بندې کړې.
XS
SM
MD
LG