د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

ولسمشر کرزي او د جرمني صدراعظمې ستراتیژیک سند لاسلیک کړ


جرمني ژمنه وکړه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به چې له افغانستانه بهرني ځواکونه وځي، د دې هېواد له پوځ سره په کال کې ۱۹۰ میلیون ډالره مرسته کوي.

د غه اعلان په برلین کې د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره له خبرو وروسته چې دواړو د ستراتیژیکو همکاریو موافقت نامه لاسلیک کړه، وکړ.

د دغې موافقت نامې له مخې جرمني له افغانستان سره د پوهنې، بنسټیزو تاسیساتو او اقتصادي همکاریو په برخه کې مرسته کوي.

میرکل دغه ستراتیژیکه موافقت نامه ډیره مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې دا دا مسله روښانه کوي چې هېواد یې د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره دی.

میرکل په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، موږ غواړو له افغانانو سره مرسته وکړو، څو دوي ښه راتلونکې ولري. موږ غواړو دا پیغام ورکړو چې دا یواځې وینا نه ده بلکه پردې عمل هم کوو.

کرزی او میرکل به بیا هم په شیکاګو کې د ناتو په سرمشریزه کې چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ جوړیږي، وګوري.

په دې سرمشریزه کې به د وسله والو مخالفانو په وړاندې د کابل له حکومت سره د پوځي مرستو مسله د اجندا یوه مهمه مسله وي.

کرزي په دې خبري غونډه کې یو ځل بیا خپله ژمنه تازه کړه چې دوي به تر ۲۰۱۴ کال پورې بشپړ امنیتي مسولیتونه په غاړه واخلي او نور به د افغانانو امنیت ساتل د دوي پرعسکرو او ملکي کسانو د اوږدو بار نه وي.

میرکل د هغو ادعاو خبره هم را پورته کړه چې وایي افغان امنیتي ځواکونه قانون نه مراعت کوي او زیاته یې کړه، چې موږ پردې مسلې خبرې وکړې چې امنیتي ځواکونه باید له قانون سره سم عمل وکړي څو افغانان له دوي د ویرې احساس ونه کړي بلکه هغوي خپل ساتونکي وګڼي.

هغې څرګنده کړه، چې جرمني غواړي چې په ټولو دغو مسلو کې په راتلونکې کې هم خپله ونډه واخلي.
XS
SM
MD
LG