د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

"په څو کلونو کې به زیات شمېر افغانان کارونه له لاسه ورکړي"


د ملګرو ملتونو د بشري چارو رئیسه او د عاجلو مرستو منتظمه والري اموس
د ملګرو ملتونو د بشري چارو رئیسه او د عاجلو مرستو منتظمه والري اموس
د ملګرو ملتونو د بشري چارو رئیسه او د عاجلو مرستو منتظمه والري اموس وایي، نړېوالې ټولنې د افغانستان د مرستو او پراختیا په پراګومونو کې د اوږدې مودې پانګونه نه ده کړې او له همدې امله ده چې د افغانستان خلکو ته د اړتیا وړ بشري مرستې پوره نه رسیږي.

اموس وایي، له کومې ورځې چې موږ د افغانانو مهمې اړتیاوي په ګوته کړي، دا ډېره ګرانه ده چې ووایو، په افغانستان کې بشري حالت ښه شوی دی:

“د افغانستان د نفوسو له دریمې برخې زیات کسان له خپلو ځایونو څخه د بي ځایه کیدو تجربې لري. افغانستان ته پنځه میلیونه او شپږ لکه مهاجر ستانه شوي او نور پنځه میلیونه لا هم په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي.

د روانو شخړو، وروستیو طبیعي افتونو او د کلیو د نه پراخیتا په ګډون، د خلکو د بې ځایه کیدو لپاره زیات دلایل موجود دي. دې حالت د افغانستان پر هر ښار او کلې اغیز کړی دی.”


د ملګرو ملتونو د بشري چارو رئیسه وایي، افغانستان ته د سفر پر مهال یي یو څه پرمختګ ولیده، خو په دې هېواد کې د بشري پراختیا او د مخنیوي اقداماتو ته د نه پاملرنې له وجې، د تېرو لسو کلونو د وخت په څېر زیاتې پراختیایي ستونزې دوام لري.

اموس وایي، په افغانستان کې بي روزګاری زیاته ده ، د سواد سطحه ټیټه ده او د دې هېواد د نفوسو په سلو کې له ۴۶ زیات کسان له شپاړس کلونو ټيټ عمر لري.

والري اموس زیاتوي، په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې له یو لړ پرمختګونو سره سره، د مینیدو او ماشومانو مړینه په نړۍ کې تر ټولو جګې سطحې کې ده او خلک روغتیایي خدمتونو او تعلیم ته پوره لاس رسی نه لري.

د ملګرو ملتونو دبشري حقونو رئیسه وایي، د بشري امنیت په څنګ کې افغانان فزیکې امنیت ته سخته اړتیا لري. دا وایي:

“افغانستان ته زما د سفر پرمهال د انتقال او د آیساف د ځواکونو د وتلو زیاتې خبرې کیدلې. د افغانانو اړتیاوې ډېرې زیاتې دي خو امنیت یي د ټولو په سر کې دی. له کومو افغانانو سره چې ما خبرې کړې، د هغوي لپاره یوازې فزیکې امنیت مطرح ندی.

د هغوي لپاره د بشری پراختیا په برخې کې پانګوونه او د ژوند د پرمخ بیولو لپاره د اساسي خدمتونوبرابرول، لومړنۍ زده کړې، روغتیا او د قانون حاکمیت هم مهم دي.”


د ملګرو ملتونو د بشری چارو رئیسه او د عاجلو مرستو منتظمه والري آموس وایي، په روان کال کی په افغانستان کی د جګړو او طبیعي آفتونو له امله د بي ځایه شویو خلکو او وطن ته د ستنو شویو افغانانو د مرستې لپاره یي د ۴۳۷ میلونو ډالرو غوښتنه کړې ده. دا وایی، خلک همدا اوس مرستو ته اړتیا لري خو د ۲۰۱۲ کال لپاره د غوښتل شویو پیسو یوازې په سلو کې ۲۷ دوي ته رسیدلې دې.
XS
SM
MD
LG