د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

د راتکو ملادیچ محاکمه نن په هاګ کې پیل شوه


راتکو ملادیچ
راتکو ملادیچ
د پخوانۍ یوګوسلاویا د جنګي جرمونود محکمې څارنوالان وایي، چې د هغو اسنادو او شواهدو له مخې د شک هیڅ ځای نه پاتې کیږي چې راتکو ملادیچ د ۱۹۹۲ نه تر۱۹۹۵ کال پورې د بوسنیا هیرزیګوینه جګړې په جریان کې د مسلمانانو، کروشیایانو او له سربیانو پرته د نورو قومونو د له منځه وړلو د کمپاین مسول و.

په بوسنیا کې د سربي ځواکونو پخواني قومندان راتکو ملادیچ نن د هاګ د جنګي جرمونو په نړېواله محکمه کې حاضر شو.

اویا کلن ملادیچ د ګڼو وژنو، جنګي جرمونو او د بشریت ضد اعمالو په یولسو فقرو تورن شوی دی.

هغه په دې هم تورن دی چې په ۱۹۹۵ کال کې یې شاوخوا اته زره مسلمانان، نارینه او هلکان په سربرنیڅه کې په ډله ییزه توګه وژلي چې دا په اروپا کې له دوهمې نړېوالې جګړې وروسته ترټولو وحشتناکه عمل بلل شوی دی.

څارنوال دیرموت ګروم د محاکمې په پیل کې وویل، ملادیچ د هغه کمپاین له پرمخ بیولو سره مرسته کړې چې هدف یې د مسلمانانو او له سربیانو پرته د نورو قومونو وژل و، څو لویه سربیا رامنځ ته کړي:

"د دغو ټولو جرمونو عاملین هغه افراد دي، چې ګډ هدف یې د دغو جرمونو ترسره کول و.

دا حقیقت دی چې د دغو ټولو ترسره شوېو جنایتونو د یوې برخې مسول جنرال راتکو ملادیچ دی.

څارنوال به هغه شواهد وړاندې کړي چې د شک هیڅ ځای نه پریږدي چې ښاغلی ملادیچ په دغه هریوه جنایت کې لاس درلود."


د بوسنیا هرزیګوینه د جګړې په جریان کې سل زره کسان وژل شول او له دوه میلونو دوه لکو کسانو زیات بې کوره شول.

ملادیچ د لګول شوېو تورونو له ځوابولو ډډه وکړه، یواځې دومره یې وویل چې ده کوم خراب کار يي نه دی کړی.

کتونکې وایي، که ملادیچ مجرم وپیژندل شي نو به په عمري بند محکوم شي.
XS
SM
MD
LG