د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

څوک د پاکستان د ترانزیتي لارې له بیا پرانیستو ګټه اخلي؟


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قومندانان غواړي چې پاکستان بیرته له خپلې خاورې په افغانستان کې دیره ایتلافي ځواکونو ته د اکمالاتو لیږدولو لار پرانیزي.

پاکستان چې دغه لار یې له شاوخوا شپږو میاشتو راپدیخوا د امریکا د هوایي حملې په عکس العمل کې چې په نتیجه کې یې۲۴ پاکستاني عسکر ووژل شول، تړلې، پر امریکا او نورو متحدینویې فشارونه زیات کړي چې له خاورې یې د لوژیستیکي کاروانونو د تیریدو په بدل کې زیاته مالیه ورکړي.

په افغانستان کې د ناتو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو لپاره دغه لاره د نورو لوژیستیکي لارو په نسبت چې له روسیې او د مرکزي اسیا له هېوادونو تیریږي او د افغانستان له شمال سره نښلي، کم مصرفه ده.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو د اړتیاوړ وسایلو او موادو په سلو کې ۲۵ یی د پاکستان له لارې انتقالیدل.

ځینو سرچینو چې د دغې لوژیستکي لارې د بیا پرانیستلو لپاره د امریکایي او پاکستاني چارواکو له خبرو خبر دي او د پاکستان د نویو شرایطو په اړه هم معلومات لري، فرانسپرس اژانس ته ویلي چې پاکستان چې مخکې د یوه څلویښت فوټه کانټینر په بدل کې یې ۱۶۰ ډالره ترلاسه کول، دا ځل د ورته کانټینر لپاره له ۳۲۰ نه تر۵۰۰ ډالروغوښتنه کوي.

دې منابعو ویلي، تر اوسه په دې اړه یوتوافق نه دی حاصل شوی خو متحده ایالاتو د دې ضمانت کړی، چې که پاکستان د اکمالاتو لار بیرته پرانیزي، دې هېواد ته د سخت دریځو وسله والو په وړاندې د جګړې د پرمخ بیولو په خاطر به ۱،۱ میلیارډ ډالره ورکړي.

د پاکستان د ترانزیتي لارې بیرته پرانیستل یواځې د امریکایي او ناتو ځواکونو په ګټه نه ده بلکه نورې خواوې هم ترې ګټه پورته کوي.

یو ګټونکی د پاکستان پوځ دی

د واشنګټن پوست په وینا د دغې لوژیستیکې لارې د بیا پرانیستلو یو ګټونکی د پاکستان پوځ دی چې کله هم د پوځي شرکت په نوم یادیږي.

دا ځکه چې پوځ د سوداګرۍ په چارو کې ډیره ونډه لري، جایدادونه لري او کمپنیو سره تړونونه لري چې په غیرمستقیم ډول د ناتو د تیلو د ټانکرونو په سلوکې دیرش سهمیه د پاکستان پوځ پورې تړلې ده.

د پاکستان د سرحدی سیموسوداګر هم د ناتو له لوټ شویو مالونو ګټه اخلي

د باز محمد افریدي په نوم یو دوکاندار چې پیښور ته نژدې په یوه مارکیټ کې چې د امریکا د مارکیټ په نوم پیژندل شوی، واشنګټن پوست ته ویلي چې که دغه لوژیستکي لاربیرته پرانیستل شي نو د دوي کاروبار به هم ورسره چوک شي.

دی وایي، نور د خرڅلاو لپاره یې د ناتو ځواکونو له لوژیستیکي کاروانونو څخه د لوټ شویو وسایلو او مواد و ذخیرې په ختمیدو دي اونږدې ده چې دی خپل دوکان وتړي.

افریدی زیاتوي، ده په دې دوکان کې له غذایي موادونو نیولې د انجینرۍ له وسایلو او کمپیوټرونو او ان امریکایي بیرغونو پورې په ډیرې ښیې بیه پلورل او اخیستل، دا هغه مالونه او وسایل و چې د ناتو پر کاروانونو د حملو په ترڅ کې لوټ شوي و.

افریدی دا هم وایي، دی ته خوشحاله دی چې د ناتو لوژیستیکي کاروانونه بیرته د پاکستان له لارې په حرکت راشي چې د ده کاروباربه هم بیرته ورسره ښه شي.

د قبایلی سیمو سخت دریځې وسله وال هم د ناتو له لوژیستیکي کاروانونوګټه پورته کوي، په دې مانا چې دوي د ترانسپورت له خاوندانو چې د ناتو د تیلو ټانکرونه او نور وسایل تر افغانستان پولې پورې لیږدوي، باج اخلي او کله هم پرې برید کوي او خپله برخه ترې ګرځوي.

ان د ناتو د لوژیستیکي موادو او وسایلو ګټه طالبانو ته هم رسیږي.

یوه سوداګرچې په تورمارکیټ کې د ناتو د موادو او وسایلو د پیرلو او پیریدلو کاروبارکوي، د خپل نوم نه ښودلو په شرط واشنګټن پوست ته ویلي چې طالبان د ناتو پرکانټنرونو د حملو په ترڅ کې وسلې او مهمات لاس ته راوړي چې دا د دوی د مالي سرچینو یوه منبع ده.

د واشنګټن پوست په وینا پولیس او سیمه ییز چارواکي هم باید له پامه ونه غورځول شي ځکه دوي هم له کاروانونو چې د دوي له سیمې تیریږي، رشوت اخلي. د ترانسپورت خاوندانو ویلي، دا د دوی د کاروباریوه برخه ده او هیله من دي چې د دغې لارې په بیا پرانستل کیدو سره به له اتو نه ترلس زرو ټانکرونو او لاریو پورې بیرته له کراچۍ نه د افغانستان ترپولې په لارو کې په حرکت راشي.
XS
SM
MD
LG