د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

ناټو پاکستان ته په خپلې سرمشريزې کې د ګډون بلنه ورکړه


د ناټو ویانده اونا لونجسکو
د ناټو ویانده اونا لونجسکو
ناټو د پاکستان په ګډون د ناټو له تړونه بهر يو شمېر هيوادو او موسسو ته بلنه ورکوي، چې د شيکاګو په سرمشريزه کې برخه واخلي. د راتلونکې اونۍ په پيل کې د امريکا په شيکاګو کې د ناټو سرمشريزه ده، چې يوه برخه يې افغانستان ته ځانګړې شوې ده.

ناټو تر اوسه پاکستان ته نه و ويلي، چې د شيکاګو دوه ورځنۍ غونډې ته استازي واستوي.


ناټو وايي، دوی به د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته بلنه ورکړي؛ چې د ناټو د مشرانو په غونډه کې برخه واخلي. ناټو دا اعلان په دې پسې وکړ، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې وړانديز وکړ، چې پاکستان به په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو لپاره د اکمالاتو لاره پرانيزي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وويل؛ چې حکومت دا سمه پريکړه کړې وه، چې د ناټو د اکمالاتو لاره يې بنده کړې وه، خو اوس حالات بدل شوې دي.

د ناټو وياندې وويل، چې پاکستان او يو شمېر نورو هيوادو ته چې د ناټو غړي نه دي د شيکاګو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکوي. په دغو هيوادو کې هغه شامل دي، چې په افغانستان کې پوځيان لري، همداراز د سيمې هيوادونه، جاپان او يو شمېر نړيوال سازمانونه دي.

د شاوخوا شپيتو هيوادو او نړيوالو موسسو استازي په تمه دي، چې د شيکاګو په غونډه کې برخه واخلي.

د ناټو وياندې اونا لونجسکو د سې شنبې په ورځ وويل، چې د يکشنبې او دوشنبې په ورځو به په شيکاګو کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې نړيواله ټولنه د افغانستان د راتلونکې لپاره خپلې ژمنې روښانه کړي او پاکستان د دې هيواد په راتلونکې کې مهمه برخه لري.

له نژدې شپږو مياشتو راهيسې پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د ناټو د اکمالاتو مخه نيولې ده. اسلام اباد وروسته تر دې دا پريکړه وکړه چې د ليندۍ په پنځمه په باجوړ کې د ناټو الوتکو د پاکستان پر پوځ بمباري وکړه او څلريشت پاکستاني پوځيان يې ووژل.

په داسې وخت کې چې نړيوالو ځواکونو پريکړه کړې ده چې د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه به محارب پوځيان له افغانستانه باسي د پاکستان لاره ناټو ته نوره هم مهمه شوې ده، ځکه چې د منځنۍ اسيا له لورې اکمالات بهرنيو ته ګرانه پريوزي او د پاکستان له لارې د ځواکونو ايستل دوي ته په هغه پرتله خورا ارزانه تماميږي.

فرانس پريس اژانس د ولسمشر زرداري د يوه وياند په وينا څرګندوي چې ناټو ښاغلي زرداري ته بلنه ورکړه خو هغه دې ته انتظار دي چې نن د کابينې دفاعي کميټه د پاکستان له لارې افغانستان ته د ناټو د اکمالاتو په مخه د لارې د پرانيستو په اړه څه پريکړه کوي.
XS
SM
MD
LG