د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د هرات د عالمانو د شورا یو غړی د ارسلا رحماني د قتل پړه پر ایران اچوي


په هرات کې د عالمانو د شورا یوغړی په ایران تور لګوي، چې د مولوي ارسلا رحماني په وژنه کې ښکیل دی.

مولوی غلام فارق حسیني، د وژل شوی افغان سناتور او د سولې د عالي شورا غړی مولوي ارسلا رحماني پر وژنه خوابدي وښوده، کورنۍ او د افغانستان ټولو استوکنو ته یې د هغه د مړینې تسلیت وویل.

ده د هغه او نورو سوله دوسته افغان مشرانو وژنه کې د ګاونډیانو په ځانګړی ډ‌ول د ایران د ښکیلتیا ویل؛ له حکومت څخه یې د پېښې د تحقیق او عاملینو ته یې د پیژندګلوی په صورت کې د سختې جزا هیله لرله:

″مطمین اوسی، چې د مولوي ارسلارحماني د وژنې پیښه طالبانو رد کړه او پرته له ایرانیانو د بل چا کار نه دی. دغه د لستوڼي مار هم د ایرانیانو له تخرګ څخه رابهر او زموږ لوی ملي او مذهبي شخصیتونه ختموي.

له مومینو افغانانو څخه مې هله ده، چې هوښیار شي او په وحدت سره د دغو فجاعو مخه ونیسي.″

مولوي ارسلا رحماني، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یو لوړ پوړی مامور پاتې شوی و، په او سني حکومت کې یې مشرانو جر ګه کې غړیتوب او د سولې د عالي شورا مهمو استازو څخه یادیده، په دا وروستیو کې د کابل په ″ده بوري″ سیمه کې کار ته د تلو پر مهال ناڅرګندو وسله والو د بې غږه تومانچې په ډزو وواژه.

د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې غړیو هم د هرات د علماوو د شوراه د غړیو په څېر نظر ورکړ او دا یې هم وویل، په کومه وسله چې رحماني وژل شوی، هغه ایراني وسله وه.

په ایران باندې له پخوا لا د افغان حکومت وسله واله مخالفینو سره د وسلې او نورو جنګي تجهیزاتو د مرستې ویل کېدل؛ مګر ایراني مامورینو ورته تورونه تل رد کړی دی.

دا چې مولوي غلام فاروق حسیني، څه ثبوت لري، چې په دومره جرات ایران د مولوي ارسلا رحماني په وژونې تورني؟

ده په دې اړه ازادي راډیو ده وویل:

″د ستراتژیکي همکاریو هغه تړون چې په دا وروستیو کې افغان حکومت له امریکا سره لاسلیک کړ؛ ایران یې د خپلو ګټو پر خلاف بولي، ځکه نو وروستی هڅه یې دا ده، چې د ملي شخصیتونو په وژنه افغانستان بې ثباته، د امنیتي د خرابولو په ذریعه یې د بریالیتوب مخه ډب کړي. نو رحماني هم د سولې او امریکا سره د اوږده مهاله مرستود تړون یو له پلویانو څخه و.″

مولوی حسیني، په هرات کې د علماوو د شورا په غړیتوب سربیره د همدغې شورا مطبوعاتي، دفتر مشري هم پر غاړه لري. په څرګنده کړه، چې د ښونځيو ورانول او نورې ورانکارۍ کې هم ګاونډي هیوادونه د خپلو اجیرانو په مرسته کوي. ده وویل، چې پر دې موضوع به هرات د عالمانو په اونیزه غوڼده کې بحث کږې او وروستي جزیات به یې رسنیو ته وړاندې شي.

راپور: شرف الدین ستانکزی - هرات
XS
SM
MD
LG