د خوست چارواکي وایي، چې نن له غرمې مخکې د اسماعیل خېلو په ولسوالۍ کې د هلکانو په لیسه کې څلور سوه زده کوونکي مسموم شوي دي.
د خوست د ملکي روغتون ډاکټر منګل وایي، چې دغه روغتون ته نږدې څلور سوه مسموم شوي زده کوونکی وړل شوي، چې دوه نوي یې په روغتون کې بستر دي او د دوه تنو روغتیایي حالت نازک دی.
د خوست د پوهنې ریيس انجینر بختنور بختیار هم دغه پیښه تاییدوي، خو وایي، چې ممکن دغه پیښه د تعمیر د رنګ له امله چې نوی رنګ شوی را منځ ته شوې وي او یا هم د څښاک د ابو له امله وي.
ښاغلی بختیار وایي، چې د دې پیښې د څیړنې لپاره به یو پلاوی سیمې ته واستوي.