د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

″په کابل کې د کرنې د پراخیتا لپاره نوي پلانونه لرو″


د کرنې او مالدراۍ وزیر محمد اصف رحیمي.
د کرنې او مالدراۍ وزیر محمد اصف رحیمي.
په کابل ښار او د کابل ولایت په ولسوالیو کې د کرنې پراختیا، د اوبو لګولو د سیسټمونو جوړول او بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو ورکول هغه پلانونه دي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت یې په روان کال کې د پلي کولو خبر ورکوي.

ترتیب شوي پلانونه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د کرنې او مالدارۍ وزیر محمداصف رحیمي په یوې ناسته کې د کابل والي احمداله علي زي او د کابل ولایت څوارلسو ولسوالانو ته تشریح کړل.

د کرنې او مالدارۍ وزیر وویل، په پلان کې سربیره پر یادو پروژو د وړو باغچو او څړځایونو جوړول او د بزګرو روزل هم شامل دی.

ښاغلي رحیمي د پلان د نورو پروژوپه هکله وویل:

″په دې پروژوکې د ځنګلونو بیارغول او ساتنه، د اوبو د زېرمو بیارغول، د باغدارۍ پراختیا، د زعفرانو د کښت دودول، د کرنیزو افتونو سره مبارزه، د څړځایونو جوړول، د خوراکي موادو د پروسس د مرکزونو جوړول او داسې نورې چارې شاملې دي.″

د کرنې او مالدارۍ وزیر وویل، دې پروژو ته څه باندې څوارلس میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي شوي او د کابل ولایت په څوارلسو ولسوالیو کې به پلي شي.

د کابل والي احمداله علی زي د پروژو په پلي کولو کې د همکاریو ژمنې وکړې.

د کابل ولایت د څوارلسو ولسوالیو ولسوالان په داسې حال کې چې د کرنې وزارت نوی پلان ستایي خو وایي، چې د ولسوالیو بزګر او باغ لرونکي اوس هم د دوی په چارو کې له یولړستونزو سره مخ دي.

د شکردرې ولسوال محراب الدین تنویر ازادي راډیو ته وویل، چې شکر درې ولسوالۍ تازه میوه په سمه توګه ښار ته نه رسیږي او ډېره برخه یې ضایع کیږي.

″شکردره داسې ولسوالۍ ده، چې د کابل ښار پنځوس سلنه د تازه میوې اړتیا پوره کوي، خو دا میوې په غیرمسلکي توګه ښار ته راوړل کېږي، اکثره یې ضایع کېږي، همدارنګه لبنیات هم ترښاره سم نه رسي.

موږ څړځایونو او همدارنګه اوبو ته ضرورت لرو ځکه چې اوس د واورې اوبه په خلاصیدو دي او بزګر به د اوبوله نشتوالي سره مخ شي.″


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له سکتور سره په وروستیو څه باندې لسو کلونو د بهرنیو موسسو او هیواد ونو له خوا د پام وړ مالي او مسلکي مرستې شوې دي.

افغان بزګر وایي، په ولسوالیو کې اکثره کرنیزې چارې په پخوانیو دودیزو وسایلو ترسره کېږي، چې زحمت یې زیات او حاصلات یې کم دي.

یوتن بزګر عبدالمحمد د دوی داړتیا په هکله وايي، چې په کلیواو ولسوالیو کې اوس بزګر له پخوانیو وسایلو کاراخلي، یوه قلبه په یولکو اتیازره ده.

ټراکټورونه اوارو ځمکو کې کار کوي، حال دا چې ضرورت ورته په ولسوالیو کې زیات دی، سربیره پردې د اوبو سیسټمونه جوړ نه دي، کافي تخمونه هم نه رسیږي.″

سره له دې چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا خبر ورکوي، خو دا هېواد بیاهم هرکال د غلې دانې له کموالي سره مخ کېږي او په سلګونو زره ټنه له بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG