د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان تبدليږي


په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان له خپلې وظيفې لرې کيږي، خو تر اوسه رسما په دې اړه پريکړه نه ده شوې.

جنرال جان الين به د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په باور تر هغو چې له خپلې دندې ګوښه کيږي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر د کميدو د پروګرام څارنه وکړي.

ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو څو مياشتو کې د امريکايي پوځيانو شمېر په افغانستان کې اته شپيته زرو ته راکم شي. تير کال دا مهال يولک امريکايي عسکر په افغانستان کې وو. جنرال الين به همدا راز هڅه وکړي چې د افغان ځواکونو د روزنې بهير ګړندي شي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الين د راروان ميلادي کال په پيل کې خپله وظيفه پريږدي او د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په باور تمه ده چې دي به د اروپا لپاره د امريکا د قوماندانۍ مسوول شي.

جنرال الين په افغانستان کې له جنجاله ډک کال تير کړ، ده په تير يوه کال کې هڅه وکړه چې له افغان حکومت سره واشنګتن اوږد مهاله امنيتي تړون وکړي او له افغانستانه د لومړنيو امريکايي ځواکونو د وتلو څارنه وکړي.

جنرال الين په افغانستان کې د جګړې پر ځای بيارغاونې ته پاملرنه زياته کړې او تر څنګ يې د افغان پوځيانو روزنې ته توجه کړې څو له طالبانو سره جګړه وکړي.

د واشنګتن پوسټ په باور د جنرال الين نوې وظيفه، د اروپا لپاره د امريکايي قوماندې مسووليت به بيا هم دي تر ډيره د افغانستان له مسايلو سره نژدې وساتي او له ناټو سره به د افغانستان په اړه په ارتباط کې وي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کيربي وايي، تر اوسه وروستۍ پريکړه د جنرال الين د اوسنۍ وظيفې او راتلونکې وظيفې په اړه نه ده شوې.

که چيرته سپينه ماڼۍ جنرال الين ته د اروپا لپاره د امريکا د قوماندې مسووليت سپاري نو بيا هم د سنا تاييد ته اړتيا لري.

مخکې داسې اټکل کيده چې جنرال الين به دوه کاله په افغانستان کې وي، خو د امريکا د دفاع وزارت د چارواکو په وينا نوموړي به تر ټاکلې مودې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو له عمومي قومانداني لرې شي او د اروپا لپاره د امريکايي قومانداني مسووليت به وروسپارل شي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه ليکي چې دفاع وزارت او سپينه ماڼۍ نه غواړي چې د جګړې په وخت يعني له پسرلي د اوړي تر پايه جنرال الين لرې کړي او په ژمي کې چې څوک د ده پر ځاي ټاکل کيږي هغه به څو مياشتې وخت ولري، څو د جګړې د وخت تر پيل مخکې له سيمې سره سم اشنا شي.

د اروپا لپاره د امريکا د قوماندانۍ له مسوول اډم جيمز جي سټارفريډز څخه غوښتل شوې دي چې د څلورکلنې دورې تر پاي ته رسيدو وروسته دې هم څو مياشتې خپلې وظيفې ته دوام ورکړي څو جنرال الين له افغانستانه راځي.

تر اوسه دې ته څه اشاره نه ده شوې چې د جنرال الين پر ځاي به په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومانداني چا ته سپارل کيږي.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه څرګندوي چې جنرال ډيويډ روډريګاز چې په افغانستان کې د امريکا مرستيال قوماندان دي، ښايي د جنرال الين پر ځاي وټاکل شي او يا هم رابرټ ايس هارورډ چې په افغانستان کې د ياغيانو د نيولو د عملياتو مسووليت لري، د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان شي.
XS
SM
MD
LG