د پاکستاني مقاماتو تازه څرګندونې ښيي، چې د امريکا او نړېوالې ټولنې د فشارونو پر وړاندې يې په خپل دریځ کې نرمښت راوستی او ښايي ډير زر خپلې ځمکنې لارې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ پرانیزي.
د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې، چې څه باندې یو کال وړاندې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته کم رنګې شوې وې کابو شپږ میاشتې دمخه په مومندو اجنسۍ کې د امريکایي پوځيانو په هوايي حمله کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو تر وژنې وروسته په ټپه ودریدې.
سره له دې، چې د دې هېواد پوځي او ملکي مقامات لا هم ټینګار کوي، چې امریکا دې په دې اړه له پاکستانه بخښنه وغواړي، خو د صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیرې تازه څرګندونې ښيي، چې دا جنجالونه نور د اواریدو په حال کې دي.
صدراعظم یوسف رضا ګیلاني، د دوشنبې په ماښام له مطبوعاتو سره په خبرو کې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ مشکلات یا اختلافات جدي وبلل او و يې ویل، چې هېواد يې دغو مسلو ته د دایمي حل موندلو په لټه کې دی:
"ناټو یواځې په یوه هېواد پورې محدودی نه دی، په دې سازمان کې تر څلويښتو ډير هېوادونه غړیتوب لري او ټول په کې دخیل دي.
موږ دا موضوع ډیره جدي راخیستې او بحث پرې کوو. په دې باب مو د پارلمان وړاندیزونه ترلاسه کړي دي او د همدې وړاندیزونو په رڼا کې مخته ځو.
د پارلمان وړاندیزونه ډیر مهم دي او موږ هڅه کوو، څو دغو مشکلاتو ته یو دایمي حل را وباسو."
ګیلاني وویل، هېواد يې د امريکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د برابري پر بنسټ دوستانه اړيکې غواړي خو زیاته يې کړه، چې پر خپله خاوره باندې د هیچا تیری نشي زغملی.
د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر ، چې په اسلام اباد کې يې یوې خبري ناستې ته وینا کوله همدې موضوع ته په اشارې وویل، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو زیات ځپل شوی او بایده ده، چې نړیوال ددوی پر قربانیو سترګې پټې نه کړي :
"نړېوال باید دا اعتراف وکړي او پر دې خبره سترګې پټې نه کړي، چې پاکستان په تیرو لسو کلونو کې یعنې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۰ کال پورې د ناټو له اکمالاتي کاروانونو څخه ان یوه پيسه هم نه ده اخیستې او ټولې اسانتیاوې يې په وړیا توګه ورته برابرې کړې وې.
یواځې له تیرو دوو کلونو راهیسې مو جزوي ټکس ورباندې لګولی و"
د اسلام اباد په دریځ کې دغه نرمښت په داسې حال کې مخې ته راغلی، چې د يکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن، د افغانستان د پوځ لوی درستيز جنرال شير محمد کريمي، د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال اشفاق پرویزکیاني او د دوی ورسره هياتونو د اړيکو د ښه کولو په هدف په پاکستان کې ګډه ناسته وکړه.
که څه هم پاکستان لا تر اوسه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لارې د بیرته پرانستو په باب سپينه خبره نده کړې، خو د ځینې باخبره سرچینو د معلوماتو له مخې ډیر امکان لري، چې په دفاعي چارو کې د کابینې ځانګړې کميټه په خپله نننۍ غونډه کې ددې لارې د پرانستو پریکړه اعلان کړي.
په عین حال کې ویل کیږي، چې د پاکستان دولت هڅه کوي، څو د ناټو د سرمشریزې غونډې نه وړاندې، چې ټاکل شوې په همدې میاشت کې په شیکاګو کې جوړه شي د نړیوالو اعتراضونو او احتمالي بندیزونو نه د بچ کیدو په هدف له امریکا سره خپلې اړیکې ښې کړي.