د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ولې په کابل کې د کرايي کورونو بازار سوړ شوی؟


په کابل ښار کې د هغو کورونو شمېر ورځ تر بلې ډیريږي، چې په زرګونو ډالرو کرایه ورکول کیدل، خو اوس خالي پراته دي او څوک یې په هغو لوړو کرایو نیول ته حاضر نه دي.

دغه لوړي، څو منزله او ښکلي ودانۍ د کابل ښار په وزیراکبرخان مېنه، شیرپور، شش درک، نوي ښار، دریمي کرتې او نورو سیمو کې په لکونو ډالرو جوړې شوي.

د دغو کورونو مالکانو د همدغو کورونو پر سر یو کال پخوا په زرهاوو ډالره کرايې اخیستلې، خو له دغو کورونو اوس ډیری بهرنۍ موسسې وتلي او څوک یې په هغه ډول لوړو کرایو نه غواړي.

ددغو کورونو خاوندانوازادۍ راډیو ته وویل:

“له دې اوازې سره چې په 2014 کال کې بهرنیان له افغانستانه وزي، د کورونو کرايې او قیمتونه په سلو کې 40 راکښته شوي دي، یعنی مخکې چې کوم کور په لس زره ډالره وو اوس په څلور یا پنځه زره ډالره دي.

مخکې زموږ یو کور چې درې کوټۍ بغل پر بغل دي، په شل زره ډالره ورکړی وو، اوس یې کرایه 13 یا 14 زره ډالرو ته راکښته شوې ده، اته یا نهه میاشتې کیږي، چې خالي ولاړ دی.

مخکې مو د کور کرایه 12 زره یا پنځلس زره ډالره وه، اوس له دوو میاشتو راهیسي خالی دی، یو علت یې دا دی، چي تر 2014 کال پوري بهرنیان له افغانستانه وزي.”

د کابل ښار ددغو لوکسو کورنو پر دیوالونو په لویو لوحو کي د کرايي اعلانونه لیکل سوي، خو ددغو کورونو په کرایه نیولو توان یوازي له بهرنیو موسسو او غیري دولتي موسسو یا NGO ګانو سره وو.

د وزیر اکبرخان مېني او شش درک د کورونو د کرایی او خرڅلاو د دفترونو مسئولین په دې باور دي، چي په دغو دوو سیمو کي تر نیمايي ډیر لوی کورونه خالي دي.

دوی له ازادۍ راډیو سره په خبرو کي له افغانستان د بهرنیانو وتل او موجوده نا امنۍ یو لامل یاد کړ، چې د بهرنیو موسیسو په کار یی اغیز کړې:

“همایون وزیراکبرخان مېنې پنځلسم سړک کي رهنما لرم، څلویښت یا پنځوس کورونه په دغه سیمه کي خالي دي، مخکي یې کرایه پنځلس یا شل زره ډالره کرایه وه خو اوس یې په څلور یا اته زره ډالره ورکوي.

زما نوم امید دی، په شش درک کي د کابل په نوم رهنما دفتر لرم، امنیتي حالت ښه نه دی، بهرنیان هم د وتلو په حال کي دي، دلته شا او خوا پنځوس کورونه خالي سوي، په عمومي ډول د بهرنیانو دفترونه لږ سوي دي، امنیت حالت ورځ په ورځ خرابیږي.”

خو په افغانستان کي د بهرنیانو د فعالتونو د کمېدو سره یوازي په کابل او نورو ولایتونو کي کورونه نه دي خالي سوي، بلکي له دې سره خلک هم بې کاره سوي او دفترونه یې له منځه تللي دي.

د اقتصادي چارو پوهان دې حالت ته په اندېښنه کي دي او له افغان حکومته غواړي، چي ددې اقتصادي ناورین د راتلوو لپاره تیاری ولري.

د طالبانو تر حکومت وروسته افغانستان ته د بهرنیو پوځیانو په څنګ کي د بیلابیلو هیوادونو سفارتونه، بهرنۍ موسسې او سلګونه بهرني دفترونه راغله، چي په کابل او نورو ولایتونو کي یې له خلکو کورونه په ډیرو لوړو کرایو واخیسته.

همدارنګه د راپورونو له مخي دغو ادارو لسګونو زرو افغانانو ته د کار اسانتیاوي هم برابري کړې او په لوړي تنخواو یې عادت کړل.

په 2010 میلادي کال کي د لیزبون کنفرانس تر دې پرېکړه وروسته، چي د افغانستان د امنیتي چارو مسئولیت دي، بهرني ځواکونه تر 2014 کال پوري افغان ځواکونو ته وسپاري او بهرني ځواکونه دي له افغانستانه په تدریجي ډول وتل پيل کړي، ورسره د بهرنیو موسیسو کارونه هم کم سوي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG