د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

واړه پورونه او ورپیښې ستونزې


که څه هم ویل کېږي، چې په وروستیو څو کلونو کې وړو پورونو د یو شمېر کورنیو اقتصادي وضیعت ښه کړی، خو د پورونو بیرته ورکولو یو لړ ستونزې رامنځته کړي دي.

له بانکونو څخه پور اخیستونکې مکلف دي، چې د بانک د پور قسطونه هره میاشت په ټاکلي وخت اړوند بانک ته ورکړي، خو یو شمېر کورنۍ نه شي کولای، چې دا قسطونه په ټاکلي وخت وسپاري.

ځینې کورنۍ شکایت کوي چې، که د بانک د قسطونو په ورکړه کې لږ ځنډ هم رامنځته شي، د بانک د کارکوونکو له سخت چلند سره مخ کېږي.

دوه میرمنې، چې له دې ستونزې سره مخ شوي وایي:

« په دارالامان کې مې د اغاخان له بانک څخه پور اخیستی دی، چې پر قسط یې یوه ورځ واوړي، د پولیسو حوزې ته مو راکاږي.»

ازادۍ رادیو هڅه وکړه چې، د پوروړو ستونزه د دې بانکونو له مسئولینو سره شریکه کړي، خو مسئولینو یې په هکله له خبرو ډډه وکړه.

افغانستان بانک وایي، له یوې خوا د پور اخیستونکو بې پروایي او له بلې خوا د پورونو له دود سره د خلکو نابلدي د دې ستونزو لامل شوې.

پور اخیستونکې دا هم وایي، بانکونه چې له پوروړڅخه، د پور ټکټانه یا میاشتینۍ ګټه اخلي، لوړه او معیاري نه ده.

افغانستان بانک دا مني چې په هېواد کې د حالاتو په پام کې نیولو سره د پورونو ټکټانه د پور ورکولو له نړېوالو معیارونو سره سمه نه ده.

د دې بانک مرستیال خان افضل هډه وال ازادۍ رادیو ته وویل:

« موږ د یو چوکاټ په جوړولو لاس پورې کړی، غواړو په دې سیستم کې بدلون راشي، اوسنی حالات داسې دي چې، د بانکونو خاوندان ډیر باوري نه دی او د پور ټکټانې یي ټاکلي، معیار له نړېوالو اصولوسره سم نه دی
لږ وخت غواړي او هیله ده دا ستونزه اواره کړو.»


د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې د هېواد د ګڼ شمېر بانکونو ترڅنګ، دوه ځانګړي بانکونه« برک بانک او فرست میکرو فایننس بینک یا د وړو پورونو د ورکړې لومړی بانک» شته چې، اړو خلکو ته واړه پورونه ورکوي.

په هېواد کې د وړو پورونو د ورکړې پروګرام د دې لپاره پیل شوی، چې په هېواد کې بېوزلي کمه، د خلکو اقتصادي حالات ښه او خصوصي متشبیثین په کار بوخت شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG