د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

افغانستان له جرمني سره ستراتیژیک سند لاسلیک کوي


له ښي خوا- د جرمني صدر اعظمه انګیلا مېرکل او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
له ښي خوا- د جرمني صدر اعظمه انګیلا مېرکل او د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر جرمني ته ځي څو له دغه هیواد سره د اوږود مهالو همکاریو موافقه لاسلیک کړي.

افغان چارواکي وايي، جرمني پرېکړه کړې، چې په دې مهمې موافقې سره له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په بیلا بیلو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


ټاکل شوې، چې ولسمشر حامد کرزی به له دې نه مخکې چې په شیکاګو کې د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره متحده ایالاتو ته لاړ شي؛ له جرمني سره د اوږود مهالو ستراتیژیکوهمکاریو د موافقې د لاسلیک کولو په خاطر سبا دغه هیواد ته سفر شي.

خو د ولسمشر ویاند ایمل فیضي، چې په دې اړه يې په کابل کې خبریالانو ته معلومات ورکول؛ د افغانستان او جرمي تر منځ د دې موافقې د لاسلیک کیدو دقیق وخت په ډاګه نه کړ.

نوموړي په دې اړه، چې د افغانستان او جرمني تر منځ به په کومو برخو کې اوږود مهاله همکارۍ کیږي، وویل، چې دا به د سیمه يیزو او نړیوالو مسالو او د ښه حکومتدارۍ په برخو کې سیاسي همکاري وي. دغه را ز د روزنې، تمویل او تعلیم او تربیه په شمول په امینتي برخو کې به هم همکاري کیږي.″

د افغان ولسمشر ویاند زیاته کړه، چې په دې موافقې سره به د افغانستان او جرمني تر منځ په مختلفو برخو کې د همکارۍ یو نوی فصل پرانستل شي.

ایمل فیضي وویل، د دغې موافقې له مخې به جرمني د افغانستان د دوامداره اقتصادي ودې، مسلکي کدرونو او متخصصینو د روزنې، پانګونې او د افغانستان د طبیعي زیرمو په کار اچولو په چارو کې مرسته کوي.

د ولسمشر کرزي ویاند وړاندې زیاته کړه، چې جرمني د نورو لویدیځو هیوادونو په څیر بریکړه کړې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام د تعهد پر اساس له کابل سره د اوږود مهالو ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړي.

افغانستان په دې وروستیو کې د متحده ایالاتو او هند په شمول له یو شمېر هیوادونو سره د اوږد مهالو همکاریو موافقې کړي، چې له مخې به دا هیوادونه له ۲۰۱۴ کال وروسته په سیاسي، اقتصادي او پوځی برخو کې له کابل سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
XS
SM
MD
LG