د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د کندهارد میرویس له روغتونه د ناروغانو هیلې زیاتې دي


د کندهار میرویس روغتون چې ۳۵۰ بستره لري، څه کم درې لسیزې مخکې د شهید سردار محمد داود خان د واکمنی پرمهال یوازې د کندهار لپاره جوړ شوی، خو اوس د چارواکو په وینا په حوزې روغتون بدل شوی او هره ورځ په اوسط ډول د درې سوه تر پنځه سوه پورې ناروغان لري، چې د امکاناتو د کموالي له امله زيات وخت د ناروغانو په درملنه کې له ستونزو سره مخ کېږي.

د جنوب د ټولو ولایتونو اوسیدونکي، چې د جګړې د قربانیانو په ګډون د ترافیکو پیښو ناروغانو درملنې لپاره میرویس روغتون ته راولي وایي، چې دلته امکانات لږ خو د ناروغانو شمیر زیات دی:

"ډاکټران دي ډیر شي، اطاقونه دې ډیر شي اوس پنځه شپږ تنه په یوه اطاق کې وي دا خو په تکلیف دي.

دا مشکلات دي، چې خلک پاکستان ته ځي او د ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ کیږي."


په ورته وخت کې د کندهار والي ډاکټر توریالی ویسا د عامې روغتیا له وزارت څخه غوښتنه کوي، چې په خپل انکشافي بودیجه کې د کندهار لپاره د یوه نوي ۵۰۰ بستریز روغتون د جوړیدو پروژه شامله کړي:

"۳۵۰ بستره کافي نه دی، زموږ غوښتنه د عامې روغتیا د وزارت څخه دا ده، چې یو بل ۵۰۰ بستریز روغتون دی جوړ شي"

د کندهار د عامې روغتیا ریس داکټر عبدالقیوم پخلا وایي، تر ټولو لويه ستونزه په میرویس روغتون کې د ځای او پرسونل کموالی دی، خو د روغتون په هره څانګه کې د ناروغانو شمېر خورا زیات دی.

ده د نمونې په ډول وویل، چې یو نوکریوال داکټر په یوه شپه د سلو ناروغو ماشومانو درملنه کوي:

"زه د مثال په ډول د ماشومانو د یوې څانګې یادونه کوم، چې په یوه شپه یو نوکریوال داکټر تقریبا سل ناروغ ماشومان تداوي کوي."

بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزیره د خلکو او چارواکو دی غوښتنې ته په جواب کې وایي، چې کندهار د دوي د پروګرامو په سر کې ځای لري.

داکټره ثریا دلیل وایي، چې تیر کال یي په معروف ولسوالۍ کې د اسهال د ناروغۍ د رامنځته کیدو وروسته یو بشپړ روغتیایي مرکز جوړ کړ:

"د کندهار ولایت یو له هغه مهمو ولایتونو څخه دی، چې د روغتیا وزارت او د افغانستان د دولت لپاره خورا اهمیت لري.

کندهار هغه ولایت دی، چې په تیرو څو لسیزو کې یي جنګ بدبختۍ او نورو مشکلاتو هرڅه لمنځه وړي د دغه ولایت ډیر خلک مهاجر شوي او د قدرنو په شمول یي ډیر څه يي دلاسه ورکړي."


د یادولو وړده، چې دا مهال په کندهار کی د ميرويس روغتون ترڅنګ اووه شخصي روغتونونه هم شته چې ډير خلک يي د دوا د ناسم کېفيت او لوړ فيس څخه شکايت کوي.

محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG