د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د امنیتي مسوولیتونو د لېږد دریم پړاو اعلان شو


د انتقال د کمسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی
د انتقال د کمسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزی
افغان حکومت د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د دریم پړاو د پلې کولو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه، چې له مخې یې د هیواد د ټولو ولایتونو مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.

د افغان حکومت د پریکړې له مخې په دې پړاو کې ټول یو سل او دوه ویشت اداري واحدونه شامل کړای شوي، چې د هیواد د نفوس پنځه ویشت سلنه جوړوي او په بشپړیدو سره به یې د هیواد پنځه اویا سلنه نفوس د افغان ځواکونو تر پوښښ لاندې راشي.


که څه هم تراوسه روښانه نه ده، چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال دریم پړاو به کله او له کومو سیمو پیل شي؛ خو دا پړاو په داسې حال کې پلې کیږي، چې په هیواد کې د حکومتدارۍ په برخه کې پراخ انتقادونه موجود دي.

افغان ولسمشر د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې هغه سیمې جوتې کړې؛ چې په دې پړاو کې به یې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته لیږدول کیږي.

د انتقال د کمسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، چې د امنیت شورا له غونډې وروسته یې په کابل کې خبریالانو ته وینا کوله، د یو منظم چوکاټ د رامنځ ته کولو لپاره یې د حکومتدارۍ په ټولو برخو کې د جدي کار سپارښتنه وکړه.

″د حکومتدارۍ، د مولد اقتصاد او عدلي او قضایی ادارو په برخه کې موږ جدي ستونزې لرو، زموږ خلک په دې برخه کې شکایت لري او غواړي، چې دا ستونزې یې هوارې شي.

خو زموږ تر ټولو مهمه خوشبختي دا ده، چې ما د هیواد په ټولو څلوردېرشو ولایتونو کې یوه غښتلې اراده ولیدله، چې خلک غواړي یو غښتلې او اغیزناک دولت ولري.

نو له دې کبله مهم ټکی دا دی، چې په دې برخو کې پام وشي، څو موږ وکولای شو، چې یو منظم چوکاټ ته ورسیږو او دا بهیر په بریالۍ توګه بشپړ کړو.″

ښاغلي احمدزي وویل، چې افغان ولسمشر د ښه حکومتدارۍ مساله جدي بللې او د وزیرانو د شورا راتلونکې غونډې موضوع یی هم ښې حکومتدارۍ ته ځانګړې کړې.

په افغانستان کې د حکومتدارۍ په برخه کې دغه ستونزو ته په داسې حال کې اشاره شوې، چې ټاکل شوې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د دریم پړاو له بشپړیدو سره د هیواد پنځه اویا سلنه نفوس د افغان امنیتي ځواکونو ترپوښښ لاندې راشي.

د ډاکټر احمدزي په وینا د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په دریم پړاو کې د هیواد د ټولو ولایتونو د مرکزونو سربیره یو سل او دوه ویشت نوي اداري واحدونه شامل کړای شوي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل، چې د افغان ولسمشر د سپارښتنې له مخې دغه کمسیون خپل ټول پام د امنیتي مسوولیتونو د انتقال څلور او پنځم پړاو ته اړولې، چې پکې تر ډیره د هیواد سرحدي ولسوالۍ شاملې دي.

په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال بهیر د افغان حکومت په غوښتنه د لیزبون د مشریزې د پریکړې له مخې پلې کیږي، چې تراوسه پورې پنځوس سلنه نفوس د افغان امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې راوستل شوې.

که څه هم تیر دوه پړاوه بریالي ارزول شوي، خو د دې پړاو په اړه د ځینو ستونزو او پیچلتیاو خبرداری ورکړل شوی.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG