د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

فیضي: ځینې کړۍ هڅه کوي د سولې هڅې ګډې وډې کړي


د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
د ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي
د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکي وایي، چې د ځینو ځانګړو کړیو له خوا د سولې د هڅو د ګډوډولو لپاره هڅې روانې دي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضی د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دې ستونزو او ګواښونو سره سره به حکومت د سولې هڅو ته دوام ورکړي.

د جمهوري ریاست چارواکو د هغو کړیو له افشا کولو ډډه وکړه، چې په خبره یې په افغانستان کې د سولې د ګډوډولو هڅې کوي او د دغه بهیر په وړاندې ستونزې اوخنډونه رامنځ ته کوي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د یکشنې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې له پخوا څخه یو شمیر کړیو د سولې د هڅو په وړاندې فعالیتونه کول او په خبره یې دغه فعالیتونه اوس هم دوام لري.

ښاغلي فیضي د سولې عالي شورا د بندیانو د کمیټې د مشر مولوي ارسلا رحماني وژنه هم د دغو هڅو یوه برخه وبلله خو زیاته یې کړه؛ چې داسې پیښې به د دوی په هڅو کوم اغیز ونه کړي.

″د مولوي ارسلا رحماني وژنه یوه لویه ضایعه او یوه بله قرباني ده، چې افغانان یې د سولې د رامنځ ته کولو په هدف ورکوي.

د سولې بهیر تل سب او تاژ شوی، د سولې بهیر له پخوا نه هم له یوشمېر ستونزو او ګواښونو سره مخ وو؛ چې دغه ستونزې او ګواښونه تراوسه هم دوام لري.

خو د سولې د دښمنانو دغه هڅې موږ له خپل هدف څخه نه شي ګرځولی؛ دا چې څوک دغه ګواښونه رامنځ ته کوي؟ زه نه غواړم په دې اړه څه ووایم.″

د سولې عالي شورا د بندیانو د کمیټې مسول مولوي ارسلا رحماني د یکشنبې په ورځ د کابل ښار د ده بوري په سیمه کې د نامعلومه وسله والو په ډزو کې ووژل شو.

که څه هم افغان حکومت له څو کلونو راهیسې هڅه کوي؛ چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې مستقیمې خبرې پيل کړي؛ خو د ځینو لاملونو له کبله د افغان حکومت مخالفې ډلې تراوسه د سولې مستقیمو خبرو ته زړه نه دی ښه کړی.

په یوه وروستي اقدام کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وویل؛ چې له امریکا سره د ستراتيژیک سند له لاسلیکیدو وروسته یې له افغان حکومت سره خبرې اترې درولي.

خو د ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي د حکمتیار دغه اقدام کابل ته د دغه ګوند د راغلي پلاوی له ژمنو او خبرو سره په ټکر کې وباله.

″د حزب اسلامي پلاوي کابل ته متعدد سفرونه درلودل، یو شی چې ډیر جالب دی، هغه دا چې د حزب اسلامي له پلاوي سره چې کابل ته راغلی و؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیک سند موضوع شریکه شوې وه.

د دغه سند پر وړاندې د دغه پلاوی نظر ډیر مثبت وو، دوی وویل، چې په دې برخه کې د نظر اختلافات له منځه تللی.

خو د حزب اسلامي د مشر وروستې څرګندونې د دغه پلاوي له خبرو سره په ټکر کې دي.″

له دې وړاندې د حزب اسلامي یو پلاوی دوه ځله کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې مستقمیمې خبرې کړي دي.

د ولسمشر ویاند وایي، د ملي امنیت شورا له دغه پلاوي سره د ستراتيژیک سند موضوع شریکه کړه او په دې اړه یې کامل وضاحت ورکړ.

بل لورته وسله والو طالبانو هم له ګوانتانامو زندان څخه د خپلو پنځو ملګرو دنه خوشې کیدو په غبرګون کې په قطر کې د سولې خبرې اترې درولي دي.

دا چې د افغان حکومت دغه مخالفې ډلې به بیا له افغان حکومت سره د سولې خبرې اترې پيلوي او که نه اوس یې اټکل ګران دی.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG