د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

د افغانستان په لس کلنه جګړه کې ۳۰۰۰ بهرني سرتیري وژل شوي دي


″ای کژولټیز ډاډ اورګ″ انټرنټ پاڼه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګژوبلې په اړه معلومات خپروي؛ وايي په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د وژل شوو ۳ زرو بهرنیو سرتیرو په دریو کې دوه برخه يې امریکایان دي.

د ناټو په وینا په دې شمیره کې هغه څلور سرتیري شامل نه دي، چې د شنبې په ورځ وژل شوي دي.

د غه ویب پاڼه وايي، یوازې په سږني میلادي کال کې ۱۵۰ سرتیري وژل شوي په داسې حال کې چې تیر کال دا شمیره ۵۶۶ وه.

په وژل شوو سرتیرو کې ۱۹۶۸ امریکايان دي او په دوهم قدم کې برتانیه ده؛ چې تر اوسه پورې ۴۱۲ سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

۱۵۸ کاناډايي عسکر چې له ۲۰۱۱ کال وروسته ماموریت روزنیزه بڼه لري، د افغانستان په لس کلنه جګړه کې وژل شوي دي.

هلمند ولایت چې د دولت د وسله والو مخالفانو د زیات فعالیت او نشي موادو په تولید مشهوره دی؛ د بهرنیو سرتیرو لپاره تر ټولو خونړۍ سیمه ثابته شوې ده.

د ″ای کژولټیز ډاډ اورګ″ ویپاڼې د راپور پر اساس په هلمند تر دې دمه ۸۵۱ نړیوال سرتیري وژل شوي دي.

د سرک د غاړې ماینونه په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو وژونکې وسیله ثابته شوې او د جرمني خبري اژانس په وینا د وژل شوو ۳ زرو سرتیرو نیمايي د دغو چاودونو ښکار شوي دي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د نړیوالو د وژل شوو نړیوالو سرتیرو شمېر په داسې حال کې دریو زرو ته پورته کیږي؛ چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان قواو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال دریم پړاو په پیلیدو دی.
XS
SM
MD
LG