په کابل کې د یوناما دفتر د شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې په افغانستان کې پر ښوونځځيو او زده کونکو د حملو له زیاتیدو شدیده انديښنه څرګندوي.
د یوناما اعلامیه وايي ، چې وسله والو کسانو په وروستیو څو اونیو کې ، په دې ډول حملو د افغان ماشومانو د زده کړې پر حق په شدت تیری کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې په تیر یوه کال کې ، د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د وسله والو طالبانو او د نورو ډلو له خوا پر تعلیمي موسسو او زده کونکو د نه منلو وړ ، زیاتی شوی دی.
په کابل کې د یوناما دفتر وايي:
په کړکیچ کې ټولې شریکې ډلې باید په دې وپوهیږي چې ښوونځځي، د لوړو زده کړو موسسات او زده کونکي ملکي اهداف دي.
باید د ښوونځځیو مصونیت ته پام وشي ترڅو زده کونکي، په ځانګړي ډول نجوني، د زده کړې له حق څخه محرومې نه شي.
د افغانستان دپوهنې وزارت وايي چې لږترلږه پينځه سوه ښوونځي په هغو ولایتونو کې چې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي ، تړل شوي دي.
د جرمني خبري اژانس د چارواکو په حواله وايي ، چې په تیروڅلورو میاشتو کې لږترلږه پينځه ښوونځي تړل شوي دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا داسې څرګندونې تشریفاتي خبرې ګڼي او وايي ، چې د ستونزې له حل سره اساسي مرسته نه کوي.
د پوهنې د وزارت ویاند امان الله ایمان د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د داسې څرګندونو په مرسته په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د معارف ځپل کیدو او د ولس دې محرومیت ته د نړیوالو پام اوړي، خو دا اساسي حل نه دی.
ښاغلي ایمان ونه ویل ، چې په افغانستان کې د معارف د امنیت ټينګولو اساسي لارې کومې دي، خو ټينګار یې وکړ چې خلک هم باید د ماشومانو د زده کړې پر اهمیت وپوهیږي او مرسته وکړي.
وسله والو کسانو د تیرې چهارشنبې په ورځ په پکتیکا کې د معارف پر رییس ناکامه وسله واله حمله وکړه ، چې په ترځ کې یې پینځه تنه ووژل شول . تر دې یوه ورځ مخکې وسله والو، په ننګرهار کې د نجونو یو ښوونځی وسوځاوه .
د جرمني خبري اژانس وايي، وسله والو په خلکو کې د ویرې اچولو هڅې پیل کړي دي او غواړي چې په دې ډول میندې او پلرونه مجبور کړې چې خپل ماشومان له ښوونځيو را وګرځوي.
خو د جرمني خبري اژانس په حواله ، وسله والو طالبانو ویلي دي ، چې دا حملې دوی نه کوي. طالبانو ویلي دي، چې دوی ښوونځیو ته د ماشومانو له تګ سره مخالفت نه لري ، د نجونو او هلکانو زده کړې باید جلا وي.