د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د نورستان د پولیسو د تنخواګانو د غلا په تور ۸ تنه نیول شوي


د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي، چې په نورستان کې د پولیسو د تنخواګانو د ورکیدو دوسیې به ډیر ژر بشپړې او د عدلي تعقیب لپاره به محاکمو ته واستول شي.

د اداري فساد پر وړاندې د پوځي څارنوالۍ عمومي رییس غلام دستګیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، چې د دی دوسیو کار اتیا سلنه بشپړ شوی.

د نورستان پخوانۍ او برحاله والي د هغو کسانو په ډله کې شامل دی، چې لویه څارنوالۍ ترې په نورستان کې د پولیسو د تنخواو د ورکیدو په اړه تحقیقات کوي.

لویه څارنوالۍ وایۍ، چې دغه پیسې د نورستان د پخواني والي جمال الدین بدر او برحاله والي تمیم نورستاني د کاري مودو پر مهال ورکې شوي، چې په دې تړاو اته کسان نیول شوي دي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د پوځي څارنوالۍ رییس غلام دستګیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، چې د نورستان د پولیسو د تنخواګانو د ورکیدو دوسیه به ژر بشپړه او د عدلي تعقیب لپاره محکمې ته واستولې شي.

″نهه ویشت میلیونه شپږسوه پنځه اتیازر دوه سوه لس افغانۍ په مجموع کې، په شپږو میاشتو کې له دې نه نولس میلیونه د جمال الدین بدر په وخت کي شوي دي، دوسیې تر تحقیق لاندې دي، تر اوسه اتیا فیصده کار شوی او یو څه پاته دی، اته کسان اوس په توقیف کې لرو.″

د ښاغلي رنجبر په وینا د کورنیو چارو وزارت د نورستان پخوانی له والي جماالدین بدرڅخه ضمانت اخیستی خو له برحاله والي څخه به تحقیق وشي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د تیرکال د تلې، لړم، لیندۍ او غبرګولي میاشتو معاشونه د نورستان په دریو ولسوالیو برګ مټال، کامدیش او منډول ولسوالیو کې نږدې څلور سوه پولیسو نه وو؛ ورکړل شوي.

د دی وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادی راډیو ته وویل دغه ستونزه ځکه پیښه شوې، چې په دې ولسوالیو کې بانکی سیسټم موجود نه دی او دوی په دې غور کوي، چې څنګه وکولای شي، پولیسو ته په خوندي توګه تنخواګاني ورسوي.

د ښاغلي صدیقی په وینا دغو پولیسو ته اوسمهال ځنډول شوي تنخواګانې اجرا شوي او په دې تړاو یې د نورستان پولیسو مالي مسوولین هم نیولي دي.

موږ غوښتل په دې اړه د نورستان د برحاله والي تمیم نورستاني نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره ونه توانیدو خو د نورستان پخوانې والي جمال الدین بدر وایي، چې دا قضیه د ده له خوا را پورته شوې او دی په کې ښکیل نه و.

نوموړی وایي، چې په دې قضیه کې د ځان د سپیناوي لپاره حاضر دی، چې په هره کچه هرچا ته ځواب ووایي.

″ د کال په وروستیو دریو میاشتو کې معاشات نه دي رسېدلې نه په اول د کال کې، څنګه چي زه د کال په اولو کي والي شوم، زما پنځه میاشتې تیري دي، د اسد په میاشت کې په ولایت کي رسمي سوی یم، د کورنیو چارو وزارت له خوا چې کوم پلاوی تللی، د درواغو راپور یې جوړ کړی.
اوسنی والي او چارواکي غواړي، چي ځانونه د قانون له منګولو وباسي.″

په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې شکایتونه موجود دي او څیړونکي د افغان حکومت او ملت ترمنځ د واټن را منځ ته کیدلو اساسي علت هم په دولتي ادارو کې د اداري فساد موجودیت بولي.

که څه هم حکومتي چارواکي په دولتی ادارو کې فساد مني خو دا لومړی ځل دی، چې د یو ولایت چارواکي د امنیتي ځواکونو د معاشونو د ورکولو په پیښه کې ښکیل بلل کیږي او څیړنې ترې کیږي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG