د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

په پکتيا کې سېلابونو خلک زيانمن کړي


د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دغې ولسوالۍ په اکثره برخو کې وړمه او تېره شپه سخته ږلۍ اورېدلې چې له امله يې د سيمې کروندې او باغونه په لویه کچه زيانمن شوي دي او د خلک يې حکومتي او مرستندويه ادارو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

د دغې سيمې خلک وايي چې ږلۍ د سپين غره په لمنه کې د پرتو کليو پر زرګونه جريبه کرنيزو ځمکو شوې، فصلونه يې خراب کړي او مېوه دارو باغونو او ونو ته يې هم کلکې ضربې رسولې.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر شاه ولي ملنګيار ازادۍ راډيو ته د ټليفون په کرښه وويل:

“د ږلۍ شدت ډېر زيات و او ورسره باران هم اورېده چې په پایله کې فصلونو او باغونو ته درانه زيانونه واوښتل”

هغه زياته کړه چې له ږلۍ او باران وروسته سېلابونه هم راووتل، خو له مالي زيان پرته په کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتی.

نوموړي وويل چې د سيمو د خلکو اقتصادي حالت په ډېره ټيټه کچه کې دي او له مرستندويانو غواړي چې له تاواني شويو خلکو سره مرستې وکړي.

بلخوا د پکتيا ولايت د بېړنيو پېښو سره د مبارزې رياست هم د شديدې ږلۍ د اورېدو او کرنيزو ځمکو او باغونو ته د زيان اوړېدو تاييد کوي.

د دغې ادارې مشر ډاکټر علي شاه موسوي وايي چې په دې اړه يې ولايت مقام او خپلې مرکزي ادارې سره خبرې کړې دي تر څو زيانمنو خلکو ته د مرستو پر برابرولو کار وشي.

ښاغلي موسوي ازادۍ راډيو ته وويل چې که څه هم د دوی اداره دا مهال هغو خلکو ته چې فصلونه يې زيانمن شوي کافي اندازه امکانات په واک کې نه لري خو هڅه به وکړي چې د د خپلې مرکزي ادارې او نړيوالو مرستندويه انجيوګانو او ادارو له لارې د ږلۍ ځپليو بزګرانو او باغدارنو سره مرسته وکړي.

نوموړي دا هم زياته کړه چې هغو خلکو ته چې د طبيعي پېښو له امله د سر زيان ور اوړي او يا يې کورونه نړېږي، کافي اندازه مرستې، د خوراک او پوښاک توکي په واک کې لري.

اريوب ځاځي د پکتيا په ختيځ کې هغه پرته ولسوالي ده ،چې اکثريت خلک يې په کرنه بوخت دي او د اقتصادي حالت يې تر ډېره په کرنه او د ځنګلونو په لرګيو پورې تړلی دی.

خو د دغې سيمې د خلکو نفوس ته په کتو سره دغلته شته کرنيزې ځمکې يوازې دومره حاصل ورکوي چې په غلو دانو يې تر يو څو مياشتو پورې ګزاره کېږي.
XS
SM
MD
LG