د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

شيکاګو کنفرنس کې د پاکستان نه موجوديت او د افغانستان پر حالاتو يې اغېز


د پاکستان وزیراعظم يوسف رضا ګيلاني د رسنيوو دا رپورټونه رد کړي چې پکې ويل شوي پاکستان روانه مياشت د افغانستان په اړه د شيکاګو په نړيوال کنفرنس کې نه دی وربلل شوی خو د ناټو عمومي مشر ايندريس فوګ راسموسین پرون په يوه خبره غونډه کې د مئ په شلمه او يوویشتمه کيدونکي دې کانفرنس کې د پاکستان د ورغوښتو د پوښتنې په ځواب کې وويل:

“موږ به د شیکاګو په کنفرنس کې په افغانستان کې د خپل کار ترڅنګ پر سيمه ييزو همکاريوو هم خبرې کوو او په ځانګړي توګه که د افغانستان لپاره اوږدمهاله امن او ثبات غواړو نو د پاکستان سره مثبتو اړيکو ته ضرورت لرو. موږ د افغانستان ځينې ګاونډي، د مرکزي ایشيا هيوادونه او روس راغوښتي دي ځکه چې هغوی زموږ د عملياتو لپاره ځينې اړين ترتيبات او لارې برابروي. خو تاسي ته معلومه ده چې د پاکستان له خاورې زموږ د رسد لاره بنده ده. موږ بايد د پاکستان سره په دې اړه خپلې خبرې جاري وساتو ځکه چې دا د انديښنې وړ ده”

پاکستان په افغانستان کې د ناټو پوځيانو لپاره د رسد لاره تيرکال له هغه وروسته وتړله چې ناټو په مومندو کې ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل. دوی د امريکايانو پر مخ شمسي هوايي ميدان هم ودرواه. پاکیتان له امريکا غواړي چې پر دغه کار دې بخښنه وغواړي خو امريکا داسې نه دي کړي. څه موده وړاندې د امريکا سره د اړيکو پالیسۍ ته د بيا کتنې لپاره د پاکستان د پارليمان يوې کميټئ د تعلقاتو د بهالولو لپاره د بخښنې د شرط ترڅنګ ځينې وړانديزونه هم وکړل. د دې کميټې غړی او د عوامي نیشنل ګوند يو مشر افراسیاب خټک د ازادۍ راډيو د مشال څانګې ته وويل:

“ماته چې څومره معلومات دي په دې اړه د پاکستان او امريکا او پاکستان او ناټو ترمنځ خبرې اترې روانې دي. پکار دي چې دوی له دې مذاکراتو څه نتيجې ته ورسیږي”

د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت وياندې، ويکټوريا نولينډ هم پرون خبريالانو ته وويل چې د ناټو د لارې د خلاصولو د مسلې د حل راویستلو لپاره يو امريکايي ټيم په پاکستان کې دی.

افراسياب خټک وايي پاکستان او نړي،ال بايد خپلې مسلې حل کړي او په شيکاګو کنفرنس کې د پاکستان نه موجودیت د هيچا په ګټه نه ده. هغه زياتوي:

“دا به د کانفرس، زموږ سيمې، پاکستان او افغانستان ټولو لپاره ښه نه وي ځکه چې پاکستان په دې مسله کې يو مهم لوبغاړی دی. بايد ټول لوبغاړي د مفاهمت سره مخکې لاړ شي او د يو بل د شا ته کولو کوششونه ونه کړي ځکه چې دغسې کوششونه د مسلې حل ته زيان رسوي”

د افغانستان د پارليمنټ د نړيوالو اړيکو د کميټې يو غړی سيد اسحاق ګيلاني هم ورته نظر لري. هغه وويل:

“مونږ پاکستان په هيڅ صورت له سترګو نه شو غورځولی. هر څومره فيصلې چې د شيکاګو په کنفرنس کې وشي او پاکستان پکې نه وي نو دا به پر يوه پښه ولاړي وي او د هر هغه څوک چې غواړي په سيمه او افغانستان کې د امنيت لپاره کار وکړي، د دې پريکړو عملي کول به ورته ډير مشکل وي”

په کابل کې د سياسي چارو شنونکی ډاکټر کبیر رنجبر وايي پاکستان به له پامه نه غورځيږي او د شيکاګو په کنفرنس کې د نه ګډون د راپورونو د رامخته کيدو مقصد دا دی چې ناټو غواړي پر پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د صادقانه کار لپاره يو ګواښ او فشار واچوي. هغه وويل:

“شيکاګو کنفرنس ډير مهم دی. فکر نه کوم چې دوی دې پاکستان له نظره غورځولی وي. امکان لري چې تر پردې شاته يو څه جوړجاړی وشي او دا فيصله بيرته بدله شي. خو زه وايم چې بايد پر پاکستان فشار واچول شي. که داسې ونه شي نو پاکستان به خپلوپالیسيو ته همداسې دوام ورکړي. دا ډيره مهمه ده چې نړۍ ته يو ځل بيا هم د پاکستان دوه مخی سياست يو ځل بيا څرګند شي”

د يادونې وړ ده چې ناټو ويلي د شیکاګو په کنفرنس کې به د افغانستان، د هغه د ګاونډيانو او ناټو غړو هيوادونو سره له ۲۰۱۴ کال وروسته چې د افغانستان امنيت چارې به له بهرنيوو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، په اړه خبرې اترې کوي څو افغانستان بيا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
XS
SM
MD
LG