د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ناټو د شیکاګو په کنفرانس کې د پاکستان د ګډون لپاره شرط لري


د ناټو عمومي منشي انډریس فوغ راسموسین
د ناټو عمومي منشي انډریس فوغ راسموسین
د ناټوعمومي منشي اندرس فوګ راسموسن پرون وویل، که چېرې پاکستان د ناټو د اکمالاتو لارې خلاصې نه کړي، ښايي د افغانستان د راتلونکې په اړه په مهمو خبرو کې له برخې اخیستلو محروم شي.

اندرس فوګ راسموسن پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل؛ چې که چېرې پاکستان په شیکاګو کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون غوښتنه لري، باید په وخت اقدام وکړي.

د شیکاګو په مشریزه کې ګډونکونکي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان لپاره د ناټو د ماموریت څرنګوالی وټاکي او دا به تر نوي نوم لاندې د ایساف ماموریت نه وي.

د راسموسن په وینا، د شیکاګو په کنفرانس کې به د نقدو مرستو اعلان ونه شي، خو یو شمېر هیوادونه به له افغانستان سره د اوږدې مودې کمکونو ملاتړ اعلان کړي. د ده په وینا، د شیکاګو کنفرانس ته هغه هیوادونه ور بلل شوي دي، چې د ناټو د اکمالاتو لپاره یې لارې ورکړې.

د ناټو عمومي منشي پرون په خبرو کې په واضح ډول دا ونه ویل؛ چې پاکستان د شیکاګو په سرمشریزه کې له برخې اخیستلو منع شوی دی.

ده وویل، چې موږ د سیمې یوشمېر هیوادونه، د افغانستان ګاونډي، د منځنۍ اسیا استازي او روسیه د شیکاګو کنفرانس ته را بللي دي؛ ځکه له دوی سره مهم ترانزیتي قراردادونو لرو، چې زموږ عملیاتو ته ډيره ګټه لري.

اندرس فوګ راسموسن څرګنده کړه، چې د پاکستان د خاورې څخه د اکمالاتو د لارو بندیدل، دوی ته د اندیښنې وړمساله ده او د حل د یوې لارې د موندلو لپاره به له پاکستان سره مذاکرو ته دوام ورکوي.

د پاکستان حکومت د نومبر په میاشت کې د ناټو په هوايي حمله کې د ۲۴ پاکستاني عسکرو تر وژل کیدو وروسته، د ناټود اکمالاتو لارې بندې کړې.

پاکستان څه موده مخکې، له خپلې خاورې د دې لارو د پرانیستلو لپاره شرایط اعلان کړل.

پاکستان وايي، چې متحد ایالات باید د دوی د عسکرو د وژل کیدو په خاطر رسمي معذرت وغواړي. د لارو د خلاصولو لپاره د پاکستان بل شرط، په قبایلو کې د بې پيلوټه امریکايي الوتکو د هوايي حملو بندیدل دي.

د رویټرز اژانس وايي، د پاکستان د شرطونو منل کیدل له امکان څخه لرې بریښي.

په داسې پيچلې موقع کې چې په پاکستان کې د امریکا ضد احساسات په زیاتیدو دي، د پاکستان حکومت د خپلې خبرې او یا هم په ټيټ سر له خپل موقف څخه د تیریدو تر منځ نښتی دی.

د پاکستان حکومت د ناټود هوايي حملې په وړاندې په احتجاج کې تیر کال، د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې له برخې اخیستلو ډډه وکړه.
XS
SM
MD
LG