د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

په ختیځ کې یو افغان سرتیري پر امریکايي عسکرو ډزې کړي


په افغانستان کې نړیوال څواکونه وايي، چې د جمعې د ورځې سهار مهال یو تن چې د ملي اردو لباس يې پرتن و؛ د هېواد په ختیځ کې يې پربهرنیو ځواکونو ډزې کړي او په ترڅ کې یې یو تن عسکر وژلی .

خو د غازي اباد ولسوال عبدالوهاب په تلیفون ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دوی ولسوالۍ اړوند د بار ګام په سیمه کې د ملي اردو نظامي مرکز ته د جمعې په سهار یوه ډله بهرني سرتیري د ګزمې په نیت راغلي ووو، چې د یو افغان افسر له خوا پرې ډزې وشوې:

″د ملي اردو یو برید من، چې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، هغه پر دوی ډزې کړي، ویشتلې يې دي دوه تنه بهرنیان ټپیان دي او یو وژل شوی دی.″

ولسوال وايي، چې برید کوونکی له مرکز څڅه په تیښته بریالی شوی دی.

ذبیح الله مجاهد بیا دعوه کوي، چې د دوی یو ملګری، چې د ډېر وخت څخه يې پر بهرنیو سرتیرو د برید انتظار ویسته نن سهار يې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په نظامي مرکز کې په یوه ډله بهرنیو سرتیرو برید کړی او په ترڅ کې يې یو درځن امریکايي سرتیري وژلي دي او یاد برید کوونکی په سیمه کې طالبانو سره یو ځای شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې د افغان ځواکونو په لباس کې یوتن پر بهرنیو عسکرو حمله کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم دې ته ورته ګڼ بریدون شوي او په نتیجه کې يې نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
XS
SM
MD
LG