د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

حنیه: ایران له اسراییل سره نښته کې د حماس ملاتړ ته اړتیا نه لري


د حماس دلې مشر اسماعیل حنیه
د حماس دلې مشر اسماعیل حنیه
په غزې کې د فلسطين د وسلوالې ډلې حماس مشر ″اسماعيل حنيه″ د پنجشنبې په ورځ وويل، که اسرایيل د ايران پر هستوي تاسيساتو بريد وکړي، د حماس ډله به د ايران په ملاتړ د اسرایيلو پرخلاف جګړه کې، ښکېل نه شي.

نوموړي زياته کړه: “حماس يو فلسطيني غورځنګ دي، چې د فلسطين په داخل کې فعاليت کوي. حماس داسې سياسي دريځ پرمخ بيايي، چې د فلسطنيانو ګټې په کې خوندي وي.”

د حماس صدراعظم د رويټرز خبري آژانس سره په مرکه کې وويل:

“ايران له موږ څخه د هيڅ ډول مرستې غوښتنه نه ده کړې، زموږ په فکر ايران موږته اړتيا نه لري.”

اسریيلو په وار وار ويلي دي، چې دوی د ايران د هستوي تاسيساتو د پرمختيا د مخنوي لپاره نور انتخابونه، نه ردوي.

ايران هرکله وايي، چې د دوی هستوي پروګرام سوله یيز دی.

د حماس مشر ښاغلي حنيه وويل، اسریيلو خپل ګواښونه کړي دي او په دې اړه تحليلونو ته اړتيا نه لري، خو زما په فکر دا مساله به په ټوله سيمه کې خطرناکې نتيجې ولري.

زه د دې سناريوګانو په اړه اټکل نه شم کولای، خو دا ډول جګړه به په ټوله سيمه کې عواقب ولري.

درويترز خبري آژانس په وينا، اسرایيل وايي، که له ايران سره يې جګړه ونښتله، نو ښايي چې د جنوب له خوا د حماس تربريد لاندې راشي او د شمال له خوا به په لبانان کې د حزب الله ډله حمله پرې وکړي.

ايران د دغو دواړو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

اسرایيل وايي، دغه دواړي ډلې ټروريستي فعاليتونه کوي. دوی د توغنديو زيرمې لري، چې د ايران له خوا ورکړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG