د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د ليتوانيا ولسمشره د اوکراين له پخوانۍ صدراعظمې سره ګوري


د ليتوانيا ولسمشره
د ليتوانيا ولسمشره
د لیتوانیا ولسمشره دالیا- ګریباو- سکایتې Dalia Grybauskaite وايي، دا به هڅه وکړي چې د اوکراین د پخوانۍ صدراعظمې یولیا تیماشینکو لیدو ته چې اوس مهال په روغتون کې ده، ورشي. مېرمن تیماشینکو د خپل کار په تېرو دورو کې په فساد کې د لاس لرلو په تور په بند محکومه شوې ده.

له بلې خوا د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل اوکراین، بېلاروس ته ورته ديکتاتوري نظام بللی. مېرمن مېرکل پرون د پارلمان غونډې ته په وینا کې دواړه نظامونه پرتله کړل:

”نن موږ په جرمني او اروپايي ټولنه کې سوله ییز، آزاد ژوند تېروو، خو په ټوله اروپا کې داسې نه ده، لکه په اوکراین او بېلاروس کې چې خلک له ديکتاتورۍ او استبداد څخه ځورېږي”

که مېرمن ګریباو- سکایتې ته نن جمعه د اوکراین په خارکوف ښار کې له تیماشینکو سره د کتنې اجازه ورکړل شي د لیتوانیا ولسمشره به لومړنۍ بهرنۍ مشره وي چې له نژدې شپږو میاشتو راهیسې چې تيماشينکو ته د بند سزا اورول شوې، ورسره ګوري.

په پام کې ده چې د لیتوانیا ولسمشره د ختیځې اروپا له څو محدودو مشرانو سره په ګډه نن د اوکراین په پلازمېنه کییف کې له ولسمشر ویکتور یاناکوویچ سره وګوري.

د اوکراین پخوانۍ صدراعظمې له دې سره د ناوړه چلند په وړاندې د اعتراض لپاره د نژدې درېیو اوونیو نه خوړلو اعتصاب د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه پای ته ورساوه چې د یوه جرمن ډاکټر تر نظر لاندې د علاج لپاره له زندان څخه یوه روغتون ته ولېږدول شوه.
XS
SM
MD
LG