د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

اندونیزیا: له لویدلې الوتکۍ نه څوک ژوندي نه دي موندل شوي


په اندونيزيا کې چارواکي وايي، د هغې سوخوۍ الوتکې، چې پرون د اندونيزيا په يوه غره کې ولوېده، له ټوټو سره هيڅوک ژوندي نه دي موندل شوي.

په روسيې کې د دې جوړې شوې جټ مسافروړونکې الوتکې ټوټې نن سهار د اندونيزيا د لوېديځ د يوه غره په پرښو کې د پلټونکې هيلي کوپترې په وسيله وموندل شوې.

د اندونيزيا ولسمشرسوسيلو بم بنګ په دې اړه خبريالانو ته وويل:

«الوتکه د سالاک غره په څنډه لوېدلې. ما په سيمه کې له خپل مسوول مقام سره مستقيماً خبرې وکړې، د الوتکۍ ټوټې له هغه ځايه چې اټکل کېده يو نيم کيلومتر لېري موندل شوي. بايد فوراً تحقيقات وشي.»

په دې الوتکه کې د ديپلوماتانو او ژورناليستانو په شمول پنځوس تنه سپاره ول.

په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي وو، چې په دې الوتکه کې ۳۶ اندونيزيايانو سفر کاوه.

ويل شوي، چې د دې الوتکۍ اته تنه عمله روسان دي.
XS
SM
MD
LG