د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

پاکستان یو لنډ واټنه توغندی ازمویلی


د پاکستان پوځ وايي، یو لنډ واټنه توغندی یې، چې اتومي خولۍ وړلی شي، په بري ازمویلی دی.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې حتف درې غزنوي توغندی، چې ۲۹۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي، نن په یوه نامالوم ځای کې وازمویل شو.

دا په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستان له لوري د توغندو دوهمه ازموینه ده.

د اپریل په پنځه ویشتمه پاکستان وویل، چې د منځني واټن توغندی یې ازمویلی دی.

دا ازموینه یې وروسته له دې وکړه چې هند د اوږده واټن توغندی وازمایه.
XS
SM
MD
LG