د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

د څرخي پله له زاندانه ازاد شوي بندیانو د مناسب ځای له نشتوالي سر ټکاوه


د کابل د څرخي پله له زندان څخه د ازاد شوېو کسانو اساسي انتقاد بندیانو ته د مناسب ځای نشتوالې او د روغتیایی خدماتو کموالې وو.

له دې زندان څخه د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د پنجشنبې په ورځ (اته پنځوس تنه) بندیان خوشې شول.

د خوشې شوېو بندیانو یو شمېر یي ازادۍ رادیو ته وویل، چې په زندان کې د بندیانو ځای او درملو ته پاملرنه نه کېږي:

«ځای مو خراب او دومره تنګ چې سم په کې پریوتلې نه شو، هر راز ناروغي ته یوازې دوه اسپرین ورکول کېده او په ټول کلینیک کې یي یوازې پرستامول ګولۍ پیدا کېږي او بس.

داسې بندیان هم شته، چې کلونه کلونه یي تیر کړي او تر اوسه پرې ابتدایي محکمې هم حکم نه دی صادر کړی.»


ازاد شوېو کسانو دا هم ویل، چې په زندان کې داسې بندیان هم پراته دي چې کلونه کلونه یې تیر کړي خو تر اوسه پرې لومړې محکمې هم حکم نه دی کړی.

د افغانستان د بشر د خپلواک کمیسیون مسئولین د څرخي پله په زندان کې د بندیانو ستونزې تاییدوي او وایي، چې د زندان او بندیانو د وضیعیت راپور یي اړوندو ادارو ته سپارلی دي، د دې کمیسیون یو ه مسئول شمس اله احمدزي ازادۍ رادیو ته وویل:

«په دې زندان کې د ځای او درملو ستونزه شته، په یوه کوټه کې چې شل تنه ځاییږی، شپیته یي په کې اچولی دي.

دا په خپله د بندي شکنجه ده، موږ د کورنیو چارو وزارت او نورو ادارو سره تماس نیولی او ستونزې مو ورسره شریکې کړي دي ، هیله ده اړوند ارګانونه د څرخي پله د زندان ستونزې په پام کې ونیسي.»


په افغانستان کې د زندانونو مسؤلیت تیر کال له عدلیي وزارت څخه د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شو.

د دې وزارت چارواکي وایي، د افغانستان د زندانونو او په تیره د څرخي پله د زندان په ستونزو کې د پام وړ کموالی راغلی او هڅې روانې دي، چې پاتې ستونزې هم، یوه په بلې پسې له منځه یوړل شي، د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ رادیو ته وویل:

«زموږ لوی کار د دې زندان د وضیعیت ښه والی دی، په تیرو څو میاشتو کې د زندان یو شمېر چارواکي بدل شول، کلینکونه ورته جوړ او تکړه ډاکتران ورته وګمارل شول، ستونزه تر ډیره حده اواره شوې او نورې هڅې هم کوو، چې پاتې ستونزې په لږه موده کې اوارې کړو، خو له ډیرو شکایتونو سره موافق نه یو.»

د خرڅي پله د زندان د مسئولینو د معلوماتو له مخې اوس مهال په دی زندان کې څه باندې« اوه زره او پنځه سوه » بندیان پراته دي.

دوي دا هم وایي، سږ کال دې زندان ته د بګرام او کندهار له زندانونو څخه څه کم څلورسوه بندیان هم لیږدیدلی دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG