د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

په لوګرکې ګڼ شمېرنجونې له زده کړې بې برخي دي


د لوګر د مرکز په ځینو برخو او یو شمېر ولسوالیو کې د امنیتي او نورو ستونزو له امله د نجونو د زده کړې بهیر ټکنی شوی او دوي نشي کولای چې په ډاډه زړه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په دې ولایت کې نجونې وایي، چې یوازې په مرکز پل علم کې د دوي درسي لړۍ روانه ده او په ولسوالیو کې یا منځني ښوونځي او لیسې نشته او یا هم کورنۍ یې د امنیتي اندیښنو له امله د تګ اجازه نه ورکوي.

د لوګر په مرکز پل علم کې یوې زده کوونکې امنې ازادۍ راډیو ته په دې اړه خپله اندیښنه داسې څرګنده کړه:

"په لوګر ولایت کې زیاتې ستونزې دي ډیر خلک خپلې نجونې له شپږم او اوم ټولګي څخه پورته زده کړې ته نه پریږدي.

کورنۍ ورته اجازه نه ورکوي ځینې وخت جنګ او نښته کیږي او د همدې جګړو له امله دوي ښوونځیو ته نشي تلې".

په عین حال کې فریبا چې له اوم ټولګي نه یې وروسته ښوونځی پریښی او له دې امله ډیره خفه هم ښکاري وایي، چې دې غوښتل په راتلونکې کې ډاکټره شي خو له بده مرغه چې د زده کړې فضا ورته خوندي نه وه.

دې وویل، چې دا او د دې په څیر سلګونه نجونې دا مهال په لوګر ولایت کې له زده کړو لرې پاتې دي ځکه چې یا ښوونځي فعاله نه دي او یا هم کورنۍ یې د بېلابېلو اندیښنو له امله د تګ اجازه نه ورکوي:

"ما تر اوم ټولګي پورې سبق لوستی دی، د امنیتي ستونزو له امله کورنۍ اجازه نه راکوي چې ښوونځي ته ولاړه شم.

زما په شان سلګونه نورې نجونې هم شته چې ښوونځي ته نه ځي ځکه چې امنیتي ستونزې شته او موږ خپلې ستونزې بیان کړي خو لا تر اوسه په اړه یې چاه اقدام نه دی کړی".

د دې زده کوونکو ترڅنګ په لوګر کې ښځینه فعالانې وایي، چې د ازرې، څرخ او خروار د نا امنو ولسوالیو سربیره ان په مرکز پل علم کې هم هغه نجونې چې په لسم، یوولسم او دولسمو ټولګیو کې دي د زده کړې په برخه کې له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.

فرزانه شنسب ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا مهال په لوګر ولایت کې د نجونو ډیر منځني ښوونځي او لیسې تړلي دي او نجونې له زده کړو څخه بې برخې شوي دي:

"د پوهنې په برخه کې له بده مرغه په ولسوالیو او ان یو کیلو متر له ښار څخه وتلی سیمه کې زموږ خویندې نشي کولای چې زده کړې ته لاس رسی ولري.

هو ډیر ښوونځي تړلي دي ډیرې نجونې شته چې له شپږم ټولګي څخه زیات سبق نشي ویلی دا واقعآ د اندیښنې خبره ده".


خو د لوګر د پوهنې ریاست دا شکایتونه او اندیښنې نه تاییدوي، د دې ریاست مسوولان وایي، چې دا مهال یوازې په خروار ولسوالۍ کې د نجونو لیسه نشته نور د دوی په خبره د لوګر په ټولو سیمو کې نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

د لوګر د پوهنې ریاست مرستیال محمد صادق ستانکزي آزادي راډیو ته وویل چې دا مهال کابو څلور دیرش زره نجونې په دې ولایت کې ښوونځيو ته ځي او لاتراوسه دوی په دې برخه کې له هیڅ ډول ستونزې سره نه دي مخامخ شوي:

"د لوګر په سطح لاتراوسه د مسوولینو لخوا مونږ ته د کومې اساسي ستونزې راپور نه دی راکړشوی.

په پنځو ولسوالیو کې مونږ د نجونو ښوونځي لرو او ټول فعاله دي،هیڅ مشکل نشته.

په خروار ولسوالۍ کې لیسه نلرو خو لومړني ښوونځي شته خوپه برکي برک،څرخ او ازره کې لیسې لرو او فعالې دي".


خوښاغلي ستانکزي دا تایید کړه چې د لوګر په ځینو سیموکې یوشمیرکورنۍ خپلې لورګانې د ځینو امنیتی او نورو اندیښنو له امله ښوونځيو ته نه پریږدي او دا د ده په خبره د دوی لویه ستونزه ده.

ده څرګنده کړه چې په ټول لوګرکې شپږ سوه څلویښت ښوونکې شته چې یوازې پنځه یا شپږ تنو یې له دولسم ټولګي څخه پورته زده کړې کړي،همدا د ښځینه ښوونکو کموالی هم د لوګر په ډیرو سیموکې د نجونو د زده کړې د پڅیدو لامل ګرځیدلی.

د لوګر اوسیدونکي وایی چې په تیرو دوو کلونوکې په دې ولایت کې د زده کړو بهیرد نا امنیو او د وسله والو مخالفانو د ډیرو فعالیتونو له امله ټکنی شوی او که چیرې دې مساله ته جدي پاملرنه ونشي نو ښایی چې دا ستونزه لا پسې زیاته شي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG