د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي، چې لږ تر لږه څلور زره افغانان په سوریه کې بند پاتي دي او نه شي کولای چې عراق ته په پوله واوړي.
د رپوټونو پر اساس، په دوي کې زیات هغه شیعه ګان دي چې د کربلا او نورو سپیڅلو مذهبي ځایونو د لیدو لپاره سیمې ته تللي وو.
د دې شیعه زیارت کونکو د سفر یو شمېر تنظیمونکې وايي، چې د عراق حکومت د امنیتي دلایلو په خاطر د دې افغانانو د ورتګ مخینوی کوي.
د میلاد المهدي شرکت مسول، حاجي فدا محمد شیرزاد اشنا راډیو ته ویلي دي، چې د عراق حکومت یوازې افغانانو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.
دی وايي، چې عراقي چارواکې، په خپله خاوره کې د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په خاطر دې افغانانو ته اجازه نه ورکوي چې پر پوله ور واوړي:
"متاسفانه، له نورو اسلامي هېوادونو لکه ایران، پاکستان او لبنان څخه ورتلونکې زیارت کونکې له کوم ممانعت څخه پرته له سوریې څخه د عراق خاوري ته ننوزي."
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اشنا راډيو ته وویل، چې عراق ته د دې کسانو د ورتګ د مخینوي شاته کومه خاصه امنیتي مسله نه شته.
جانان موسی زي اشنا راډیو ته وویل، چې د چارو په تنظیم کې د هماهنګۍ نشتوالی د دې لامل شوی دی، چې افغان زیارت کونکې په سوریه کې پاتي شي:
"د دې سفر تنظیمونکو شخصي شرکتونو د افغان حکومت له مسولو ادارو سره له هماهنګۍ او زموږ له خبرتیا پرته دا کار کړی دی. د حج او اوقاف له وزارت سره د دوی هماهنګۍ ډیره کمه وه.
د دې زیارت کونکو لپاره د عراق د ویزې له اخیستلو پرته یې د هغوي په لیږدولو پيل کړی دی. په څو ورځو کې به د بهرنیو چارو، حج او اوقاف او د کډوالو چارو د وزارتونو یوه هیات سوریې او عراق ته ولاړ شي.
دا هیات به هڅه وکړي چې د سوریې او عراق له چارواکو سره د خبرو له لارې د دې زیارت کونکو ستونزې حل کړي."
عبدالله افضلي سوریې ته د دې تللیو زیارت کونکو له ډلې څخه دی او وایي، چې په سوریه کې د بحراني امنیتي وضعیت له امله دوي ځانونه په خطر کې احساسوي.
د ښاغلي افضلي په وینا، زیات شمیر زیارت کونکې له اقتصادي پلوه هم په ناوړه حالت کې دي:
"ځيني کسان له دوو میاشتو راهیسې دلته بند پاتي دي. د ډیرو کسانو خرڅ او پيسې تمامې شوي دي او د بیرته ستنیدو هیڅ لاره هم نشته. ځيني کسانو ان په ګدايي پيل کړی دی."
عبدالله افضلي د اشنا راډیو ته وویل، چې د دوي له ډلې یو تن تر اوسه مړ شوی دی او د بل روغتیايي وضعیت هم خراب دی، ده وویل، چې ان روغتون ته د رسیدو امکانات هم نشته.