د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

”افغانستان نور د ميندو لپاره د نړۍ تر ټولو بد ځاى نه دى”


افغانستان نور د ميندو لپاره د نړۍ تر ټولو بد ځاى نه دى، دا د يوې مرستندويې ادارې له خوا خپور شوى راپور دى چې د افغان نجونو او ميندو د وضعيت په اړه يې له خوشبينۍ ډک جزئيات خپاره کړي دي.

سېف دي چيلډرين موسسې په خپل تازه راپور کې ويلي، غوره روغتيايي خدمات او ښوونځيو ته د زياتو افغان نجونو تګ نور افغانستان له هغه وضعيت څخه ايستلى چې په اړه يې ويل کېدل، د نړۍ په کچه د ميندو لپاره تر ټولو بد ځاى دى.

خو دې ادارې بيا هم د هرې لاسته راوړنې څرنګوالى متزلزل ګڼلى دى.

په کابل کې د سيف دي چيلډرن ادارې يوه عالي رتبه چارواکي راچل مارانټو وويل:

”زياتې ښځې اوس له مرګ څخه ژغورل کېږي او د ماشومانو مړينه هم کمه شوې ده. دا هغه مسئله ده چې بايد په خوښۍ يې هرکلى وشي”

د ميندو په اړه د (سيف دي چيلډرن) موسسې په فهرست کې د لوېديځې افريقا نايجر هېواد د افغانستان ځاى نيولى، افغانستان دوه کاله د دې فهرست په لاندې برخه کې و.

په راپور کې ويل شوي دغه لاسته راوړنه د هغو متخصصاتو له کبله ده چې د دوى تر څارنې لاندې ميندو زېږونونه کړي. د ٢٠٠٣ او ٢٠٠٨م کلونو ترمنځ د دغسې زېږونونو فيصدي له ١٤ څخه ٢٤ ته لوړه شوې ده.

نجونې هم د پخوا په پرتله زياتې ښوونځيو ته ځي، په ٢٠٠١م کال کې يې فيصده صفر وه خو نن دوه نيم مليونه افغانې نجونې رسمي زده کړه کوي.

د سيف دي چيلډرن په حواله، د طالبانو د نظام له ړنګېدو تر پنځو کلونو وروسته افغان ښځو هم په تعليمي برخه کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره سخته مبارزه وکړه، دوى په انتخاباتو کې برخه اخلي او کار کوي.

خو دغه موسسه دغه ډول لاسته راوړنې له ګواښونو سره ملګرې دي.

بله خوا په کابل کې د کيور انټرنيشنل روغتون يوه ډاکټر ريک مانينګ ويلي، له خوشحالۍ ډکې ځينې نښې شته چې د افغان ماشومانو او ميندو ژوند په ښه کېدو دى. خو ده خبردارى ورکړ چې د پيسو د لګښت په پرتله دا کار ستونزمن دى، د دغو پيسو د پرځاى لګولو لپاره مسلکي کسانو ته اړتيا ده.

په کابل کې د سيف دي چيلډرن موسسې عالي رتبه چارواکي راچل مارانټو وويل، افغانستان د ښاري او کليوالي سيمو په لحاظ سره وېشل شوى دى، په ښاري سيمو کې ښځې روغتيايي خدماتو او زده کړې ته زيات لاسرسى لري او ژوند هم په کې ښه دى.

په عين حال کې دغه موسسه راپور ورکوي چې په افغانستان کې ٦٠ فيصده ماشومان د خوارځواکۍ يا سو‌ء تغذي له کبله متاثره شوي، د ٣٠ مليونو نفوس لرونکي افغانستان کې د ورځې ٢٧٥ ماشومان مري.

د سيف دي چيلډرن دغه مقام وايي په افغانستان کې لا هم ګڼې ميندې او ښځې شته چې په خپل ټول عمر به ونه کړاى شي کوم ډاکټر، نرس يا هم بل روزل شوى روغتايي کارکوونکى وګوري.
XS
SM
MD
LG