د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۱

افغان حکومت دې د شیکاګو کنفرانس لپاره یوه ملي طرح جوړه کړي


د افغانستان ولسي جرګې له حکومت نه وغوښتل، چې د شیکاګو د کنفرانس لپاره دې یوه ملي طرح جوړه او د لا بشپړېدو لپاره دې دوي ته ور واستوي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د چهار شنبې ورځې په عمومي غونډه کې چې د دفاع، کورنیو چارو، مالیې وزیرانو او د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال په کې ګډون کړی وو، د شیکاګو کنفرانس د افغانستان لپاره مهم وباله او ویې ویل، چې باید افغانستان له دغه کنفرانس نه ښه لاسته راوړنه ولري.

ښاغلي ابراهیمي د شیکاګو لپاره د افغانستان له خوا د ملي طرح په جوړولو کې د ولسي جرګې د غړیو نظر مهم وباله:

"باید موږ له مخکې نه یوې ملي طرح ولرو، د دې کنفرانس اهمیت ته پام سره باید هغه ادارې چې نن موږ دلته راغوښتي یوه ملي طرحه جوړه کړي او د لا بشپړیدو لپاره دې ولسي جرګې ته را واستول شي، څو موږ نور کار هم ورباندې وکړو چې نوره هم ښه شي څو یوه ښه طرح ترې جوړه شي او مونږ په راتلونکې کې د شیکاګو کنفرانس ته وړاندې کړو څو یوه ښه لاسته راوړنه ولرو."

په دې غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزیر وویل، چې افغان حکومت به په دې کنفرانس کې له نړېوالې ټولنې وغواړي، څو د افغانستان اردو په یوې مدرنې اردو بدله کړي څو په راتلونکې کې د خپل هېواد د ساتلو وړتیا په خپله پیدا کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو او ستراتیژیکو تړونونو په هکله د ولسي جرګې غړیو ته معلومات ورکړل.

ښاغلي لودین د شیکاګو کنفرانس له امنیتي پلوه د نړیوالې ټولنې د ژمنو په برخه کې مهم وباله او ویې ویل، چې افغان حکومت د شیکاګو د کنفرانس لپاره یوه ځانګړې طرح جوړه کړې:

"هغه ځانګړې طرح چې د شیکاګو لپاره یې لرو له دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته موده پکې شامله ده، یعنی تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې.

په همدې دوره کې افغانستان نشي کولای له موجوده اقتصادي وضعې سره امنیتي لګښتونه چې ور په غاړه دي پوره کړي.

نو له همدې امله نړیواله ټولنه سره له دې چې دلته به پوځي حضور نلري خو له مونږ سره به د همکاریو ژمنه وکړي."


ټاکل شوې د شیکاګو کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د لسګونه مرسته کوونکو هیوادونو په ګډون د امریکا په شیکاګو کې جوړ شي.

ویل کیږي چې د دغه کنفرانس یوه مهمه برخه د افغانستان په هکله ده، پدې کنفرانس کې به همدا راز له دوه زره څوارلسم میلادی کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو،د افغان امنیتي ځواکونو په تیارۍ او له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په موجودیت هم خبرې وشي

بلخوا بیا کتونکي هم دغه کنفرانس د افغانستان لپاره مهم او ګټور بولي او ټینګار کوي چې افغان پلاوی باید پدې کنفرانس کې له یوې ځانګړې او بشپړې طرح سره ګډون وکړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG