د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

عظیمي: د انتقال درېیم پړاو د شیکاګوله کنفرانسه مخکې پیلیږي


ټاکل شوې ده له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د انتقال دریم پړاو د شیکاګو له کنفرانس څخه مخکې پیل شي.

د دفاع وزارت چارواکي وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه د دې پړاو د ښه ترسره کیدو لپاره له هره پلوه پوره تیاری لري او و به توانیږي د دې پروګرام د تیرو دوو پړاونو په څیر دا مرحله هم په منظمه توګه سرته ورسوي.

افغان چارواکو له مخکې نه ویلي، چې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د دوو پړاونو له بشپړیدو سره د افغانستان په سلو کې پنځوس وګړي تر پوښښ لاندې راغلي او په دریمه مرحله کې به دا فیصدي نوره هم لوړه شي.

د د فاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې پړاو کې د ډیرو ولایتونو مرکزونه او لسګونه ولسوالۍ شاملیږي:

"په دریم پړاو کې به د هېواد ډیره برخه تر پوښښ لاندې راشي، د ټولو ښارونو مرکزونه او دوه سوه او دیرش ولسوالۍ به په کې شاملې شي.

د افغانستان ملي اردو د نورو افغان امنیتي ځواکونو په همکارۍ دا وړتیا لري چې د لومړۍ او دوهمې مرحلې په څیر دریم پړاو هم پیل او پای ته ورسوي".


د شوې پریکړې له مخې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو پروګرام د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه عملي کیږي، خو افغان چارواکو ان ولسمشر کرزي په خپله هم ټینګار کړی چې دوي به دا لړۍ د ۲۰۱۳ میلادي کال ترپایه سرته ورسوي.

خو یوه موضوع چې هم افغان چارواکي او هم پوځي او امنیتي څیړونکې ورته ګوته نیسي هغه له هره پلوه د افغان ځواکونو بشپړ روزل او په پرمختللو وسایلو او وسلو سمبالول دي.

دوي وایي، چې نړېواله ټولنه په تیره بیا امریکا او ناټو باید د افغانستان ځمکني او هوایي ځواکونه دومره پیاوړي او تجهیز کړي چې پر کورني امنیت سربیره د دې هیواد بهرنی امینت هم په بشپړه توګه ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG