د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

روسيه: تېره شپه د حکومت مخالف مشران بيا ونيول شول


د يوې ورځې په بهير کې دا دويم ځل دى چې د روسيې د کيڼ اړخي مخالف غورځنګ مشر سيرګي اودالڅوف او فعال الکساندر ناوالنې نيول کېږي. په مسکو کې د سې شنبې وختي دوى د لسګونو مظاهره چيانو په منځ کې وو، پوليسو يې سوله ييزه مظاهره خوره وره کړه.

اودالڅوف تېره شپه ناوخته د مسکو مرکزي برخې ته ورسېد چې لسګونو مظاهره چيانو يې هرکلى وکړ، که څه هم ګڼ کسان ونيول شول، خو ده خپلو پلويانو ته د شعارونو په ورکولو سره ځواب ووايه:

”مسکو د پوتين خلاف دى. مسکو د چلبازانو او غلو مخالف دى. روسيه له پوتين پرته، روسيه، له پوتين پرته، روسيه له پوتين پرته”

پرون ناوخته اودالڅوف د پوليسو له خوا له صحنې ليرې کړاى شو، په دې وخت کې يې پر مظاهره چيانو ږغ وکړ، چې د چهارشنبې په ورځ دې نور لاريون هم وکړي بيا لارو کوڅو ته مظاهرې وباسي.

په داسې حال کې چې ولاديمير پوتين د نوي ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړه، د مخالفتونو د ځپلو په لړ کې د روسيې پوليسو له يکشنبې راهيسې ٧٥٠ کسان نيولي دي.

په همدې حال کې نن د روسيې ولسي جرګې يا دوما دميتري ميدويدېف د روسيې لپاره د نوي صدراعظم په توګه تاييد کړ.

په ولسي جرګه يا دوما کې د کرملين متحد ګوند يعنې متحدې روسيې چې اکثريت سيټونه يا څوکۍ په واک کې لري، ميدويدېف د نوي صدراعظم په توګه تاييد کړ.

پوتين د دوشنبې په ورځ د خپلې لوړې تر مراسمو وروسته سم د لاسه مدويديدف د صدراعظم په توګه ونوماوه، د ولسي جرګې تر رايې اچونې وروسته يې هيله څرګنده کړه، چې نوى صدراعظم به د ټولو لپاره خدمت کوي:

”زه يقين لرم چې د روسيې د فډراسيون حکومت نوى مشر به د ولسي جرګې يا دوما له ټولو اړخونو سره کار وکړي، حکومت به د هر چا ږغ ته غوږ نيسي”

پوتين چې کله ميدويدېف ولسمشر و د صدراعظم په توګه دنده ترسره کوله، تر دې مخکې پوتين د ٢٠٠٠ او ٢٠٠٨م کلونو ترمنځ د ولسمشرۍ دوې پرله پسې دورې بشپړې کړې، چې اساسي قانون ورته دا اجازه ورکړې وه.

خو د مخالف ګوند مشر سيرګي اودالڅوف وايي، مظاهرې دا ثابتوي چې ډيموکراسۍ پلوه قوتونو له خپلې مبارزې لاس نه دى اخيستى:

”موږ څرګنده کړه چې موږ د عادلانه انتخاباتو او قانوني حکومت لپاره له خپلې مبارزې لاس نه اخلو، چې دا مسئله زموږ په وړاندې د حکومت عکس العمل نور هم توند کوي، موږ به هم په هغه شدت سره ځواب ورکوو. موږ به د خپلو ځانونو دفاع وکړو، د دې کار لپاره هر ډول حقوق لرو. که حکومت هڅه کوي موږ له پښو وغورځوي، موږ دا حق لرو چې يوه چاره وکړو”

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مارک ټونر پرون وويل، امريکا د روسيې د امنيتي ځواکونو له خوا پر سوله ييزو مظاهره چيانو د فشارونو له کبله ”ناراحته” ده. ده د روسيې له چارواکو وغوښتل د بيان ازادي او غونډو ته اجازه ورکړي.

تونر د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه وښوده چې د مظاهره چيانو ځينو وړو وسلوالو ډلو د روسيې پر امنيتي چارواکو بريدونه کړي. ده له دواړو لوريو وغوښتل چې له زغم او حوصلې کار واخلي.
XS
SM
MD
LG