د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ خپلې عمومي غونډې ته ورغوښتی و؛ ترڅو د روان امنیتي وضیعت په اړه معلومات ورکړي.
د سناتورانو اساسي اندیښنه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د هیواد د امنیت او د افغان امنیتي ځواکونو د کمولو په اړه وه.
د افغانستان د دفاع وزیر د افغان امنیتي ځواکونو د کمولو مساله یوه فرضیه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې به هره پریکړه د هیواد امنیتي وضیعت ته په کتو کیږي.
د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وکړې.
ښاغلي وردګ زیاته کړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د کمښت په اړه تراوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.
″په تیر فبروري میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې یادونه وشوه؛ چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو شمیر راکم کړي.
دوی هڅه کوي، چې د یولک او څلویښتو په شااوخوا کې ځواکونه کم کړي.
خودغه کار هیڅ وخت امکان نه لري، البته پرته له دې چې په هیواد کې امنیت ټینګ شي، له پولې هاخوا د ترهګرو ځآلې له منځه ولاړې شي او د سولې او پخلاینې بهیر بریالی شي.″
د دفاع وزیر زیاته کړه چې دغه خبره یې د شیکاګو دراتلونکي کانفرانس په متن کې هم ځای کړې او یادونه یې د یوې فرضیې په بڼه شوې ده.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم شااوخوا یوه میاشت وړاندې د ناټو له عمومي منشي سره په ګډه په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو د کمولو موضوع رد کړه او دایې د هیواد له امنیتي وضعې سره تړلې وبلله.
د مشرانو جرګې یوه اساسي اندیښنه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د افغانستان د امنیت په اړه وه.
د دغې جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون مشر محمد امین صافي وویل، که د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنې همداسې دوام وکړي نو د هیواد امنیت به له خطر سره مخ شي.
خو د دفاع وزیرجنرال عبدالرحیم وردګ دغواندیښنو ته په ځواب کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته د هیواد د فاع او امنیت ته بشپړ چمتوالی لري.
د وردګ په خبره دامهال د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا لوړه شوې؛ خو د تجهیزاتو په برخه کې اوس هم ستونزې لري.
ټاکل شوې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل په اړه د شیکاګو په کانفرانس کې چې د روانې میلادي میاشتې په پای کې جوړیږي پراخ بحثونه وشي.
راپور: اسدالله لودین