د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

ولې افغان حکومت د ایران د لاسوهو پر وړاندې چپه خوله ده؟


په کابل کې ایران ته د جاسوسۍ په تور د ځینو کسانو له نیول کیدو وروسته له افغان حکومت څخه د ایران د لاس وهنو په اړه د تند غبرګون د څرګندولو غوښتنې زیاتې شوي.

په تیره یوه اونۍ کې افغان امنیتي ادارې درې افغانان ایران ته د جاسوسۍ په تور ونیول، چې په کې یو خبریال هم شامل دی.

یو شمیر عام افغانان او کتونکي د ایران د لاس وهنو پر وړاندې د افغان حکومت په خاموشۍ انتقاد کوي او خبرداری ورکوي، که د دغو لاس وهنو پر وړاندې اقدام ونشي، نو هیواد به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

که څه هم د روانې اونۍ له پیل نه امنیتي ځواکونو د یو خبریال په ګډون درې تنه افغانان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي، خو افغان حکومت د دغو پیښو پر وړاندې بشپړه خاموشي خپله کړې.

له بل لوري هغه امنیتي ادارې، چې دا کسان یې نیولې او د دوی ویډیوګانې یې رسنیو ته په واک کې ورکړي، چمتو نه دي، چې نومونه یې واخستلای شي.

خو ځینې افغان کتونکي د دغه حالت یو اساسي لامل په افغان حکومتي کړیو کې د ایران نفوذ بولي، د سیاسي چارو کتونکې حضرت الله حبیبي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل.

″ممکن په دا ډول، چې دوی اعتراف وکړ، دولتي چارواکي هم وي، چې ګاونډیو هیوادونو لپاره کار وکړي، دا مساله څرګنده ده او دا ځکه، چې څو څو وارې کله، چې د یو وزیر او بل ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوې یو بل یی ځینو هیوادونو ته په جاسوسۍ تورن کړي.

اوس مهال زمونږ په دولتي ادارو کې داسې کسان په کار ګمارل شوي، چې په مستقیم ډول د ګاونډیو هیوادونو د ملي ګټو لپاره کار کوي.″

د افغان حکومت په خاموشۍ دا انتقاد په داسې حال کې کیږي، چې د هیواد ځینو امنیتي ادارو د هغو دوو کسانو ویډیو رسنیو ته سپارلي، چې په کې دوی د ایران د لاس وهنې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکوي.

سید کمال یو له دغو دوو نیول شویو جاسوسانو څخه په دې ویډیو کې وایي، چې ایران د مشهد، زاهدان او تهران په شاخوا سیمو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د روزلو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي.

ده همداراز وویل، چې ایران اوس اوس داسې هڅې هم پیل کړي، چې د حزب اسلامي ډله د افغان حکومت پر ضد پیاوړې کړي.

″دوی خلک هڅوي او په ټولو سیمو کې یی جلب او جذب دوام لري، دوی له بیلابیلو ډلو سره په شدت سره کار کوي، دوی غواړي د حزب اسلامي ډله بیا ورغوي او هغې ته د ځواک د راټولو په هڅه کې دي.

د دې ترڅنګ د طالبانو لپاره هم کار روان دی او د مشهد شاوخوا سیمو کې، چې مخکې یې نومونه اخستل شوي روزنه ورکول کیږي.″

د ایراني جاسوسانو دې اعترافونو ته په پام سره یو شمیر عام افغانان له حکومته غواړي، چې په دې اړه جدي اقدام وکړي.

د دوی په وینا که د بهرنیو لاس وهنو او په تیره بیا د ایران د لاس وهنو په وړاندې جدي اقدام ونه شي، نو ممکن افغانستان له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د ایران د لاس وهنو او تخریبي فعالیتونو په اړه دا ډول شواهد وړاندې کیږي، بلکې په تیرو لسو کلونو کې څو څو وارې دغه هیواد د افغان دولت د وسله والو مخالفینو په ملاتړ تورن شوی دی.

په هیواد کې میشتو بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي ادارو په دې اړه کره شواهد هم وړاندې کړي، خو افغان حکومت بیا خاموشي غوره بللې.

د افغان کتونکو په وینا له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو له لاسلیک وروسته ایران یو ځلې بیا خپلې هڅې ګړندۍ کړي او غواړي د بیلابیلو لارو فشارونه وارد او ددغه سند د تصویب مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG