د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د القاعده يو تروریستي بريد شنډ شو


سپيڼې ماڼۍ دا خبره تاييد کړه، چې د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې په يمن کې د القاعده د ملاتړيو له خوا د امريکا په لور د يوې الوتکې د راغورځولو هڅه شنډه کړې ده.

امريکايي چارواکي وايي چې دا بم هغسې و لکه د دوه زره نهم کال په دسمبر کې چې د ديترويت پر سر په الوتکه کې نايجريايي عمرفاروق عبدالمطلب د جامو لاندې بم ځاي پرځاي کړي و او ونيول شو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په هند کې د خپل سفر پر مهال په يمن کې د ترلاسه شوې چاوديدونکې وسيلې په اړه د سې شنبې په ورځ وويل:

″داسې نه ښکارې چې دا وسيله دې هوايي چلند ته زيان واړوي، خو دا پيښه دا څرګندوي چې دغه ترورستان خپلو هڅو ته دوام ورکوي، دوی غواړي چې نور ډول ډول ويجاړونکي وسايل د بيګناه خلکو د وژلو لپاره ترلاسه کړي.″

د امريکا د استخباراتو فدرالي ادارې يا ″ايف بي اي″ وويل، دا بم له دوی سره دی او له لومړنيو څيړونو داسې ښکارې چې دا بم هغه ته ورته دي چې مخکې په عربي ټاپوزمه کې القاعده هم د الوتکو پرضد او هم د خلکو د وژلو پر مهال ترې کار اخيست.

اسوشيتد پريس اژانس څرګندوي چې سپينې ماڼۍ او د ″سي ای اې″ له دوی غوښتې و چې د دې پيښې په اړه معلومات خپاره نه کړي ځکه چې د هغوي په وينا پيښه ترڅيړنې لاندې ده خو دې اژانس يوه ورځ مخکې تر دې چې امريکايي چارواکي موضوع افشا کړي مساله راوسپړله.

امريکايي بې پيلوټه الوتکې په يمن کې د مشکوکو ترورستانو پرضد وخت په وخت عمليات کوي. د امريکا دفاع وزير ليون پانيتا په يمن کې د شنډې شوې پيښې په اړه په واشنګتن کې خبريالانو ته د دوشنبې په ورځ وويل:

″د امريکا متحد ايالاتو په يو شمير عملياتو کې د القاعده، د هغوي د ملاتړيو وسله والو او ترورستي ملاتړيو پرضد چې پر امريکا د بريدونو هڅه کوي، برخه اخيستې ده. دې پيښې دا څرګنده کړه چې دا هيواد بايد لاهم هغوي پرضد دا مخالف احساس ولري، چې پر دې هيواد د بريد هڅه کوي.″

يوه اونۍ مخکې چې کله د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن لومړي تلين و نو امريکايي چارواکو خپلو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د امريکا پرضد د القاعده له لورې د کوم ترورستي ګواښ خبر يې نه دي ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG